د پاکستان د صوبه سرحد په قبایلي سیمه کی یوه ځان مرگه د بم په چاودنه کی څلور تنه وژلي دي.
دا وروستۍ حمله نن د شمالي وزیرستان په سرحدي قبایلي سیمه کی د عسکرو په یوه تاڼه کی وشوه. په وژل شوو کسانو کی درې یې ملکي خلک وو.
په دې پېښه کی شپږ تنه زخمي شوي هم دي. پرون د ځان مرگو د بمونو په درو چاودنو کی لږترلږه ٥٢ کسه ووژل سول او ډیر نور زخمي شول.
ډیره مرگانۍ حمله د بلوچستان د هب په ښارگوټي کی د هغو موټرو کتار ته وشوه چی چینایي انجنیران یې وړل چی اووه پولیسان او ٢٢ لارویان یې ووژل.
د ځان مرگو نوري حملې د صوبه سرحد د هنگو په ښار کی د پولیسو په یوه اکاډمۍ او په کوهاټ کی د پوځ په یوه مسجد کی وشوې.