د لاس رسي وړ اتصالات

د نري د ټولو خلکو نه په ونه جیگ سړئ یوه ناوی پیدا کړیده او واده یی ورسره کړیدی.


هغه انسان چی په ونه د ټولو نه لوړ دی او قد یی میترونو په حساب دوه عشاریه ٣٦ او د فټ په حساب ٩ عشاریعه دوه دی، هغه د ډیر تپ و تلاش نه پس ځانته یوه ناوی پیدا کړیده او واده یی ورسره کړیدی.

خو په زړه پوری خبر دا ده چی د ده ناوی د ده نه په عمر کی هم ډیره وړه ده او په قد کی هم دریمه برخه ټیټه ده.

دغه د دنیا د ټولو خلکو نه په ونه جیگ سړئ باو ژوهان نومیږی. د ده عمر ٥٦ کاله دی او لکه څنگه مو چی درته وویل قد یی دوه میتره او ٣٦ سانتی میتره دی.

دی د چین په منگولیایی نژاده سیمه کی ژوند کوی. او د ده ناوی چی په عمر ٢٩ کلنه ده او قد یی لکه د عامو پیغلو یو نیم میتر دی.

هغه اکسیا شوجان نومیږی. د باو او اکسیا واده د ټولی نړئ د توجو مرکز ځکه گرځیدلی چی دوی واده څه عام واده نه و بلکی ډیر تجارتی شرکتونو پری پیسی لگولی وی او هر چاته معلومه وه چی هر څوک به دی سره علاقه لری چی د نړئ د ټولو نه د لوړ قد خاوند سړئ واده به څنگه وی او همداسی وه په زرها و خلک د لری لری نه د جیگ قدی باو واده کی گډون دپاره د چین لری پرتی منطقی ته رسیدلی وو.

د تلویزيون او اخبارونو کامره مینیان او خبریالانو ورنه چاپیره تاویدل او د واده د ځایی او حتی چی د ناوی او ځلمی په کالیو هم د مختلفو تجارتی کمپنیو نشانونه او اعلانونه لگیدلی وو.

باو د واده په ورځ یو اوږد ریښمی کمیس اغوستی و. د ی په یو بگئ کی سور روان و او سر یی د ټولو سرونو نه جیگ لیدل کیدو. او د لری نه یی خلکو د لاسونه خوځول.

د د ه د واده ټول مصرف مختلفو تجارتی کمپنیو ورکړی و چی په بدل کی به بیا باو خپل لوړ قد د دوی په تجارتی اعلانونو کی په کاروی.

د ده په واده کی قسما قسم خواړه و. راغلی خلکو ورته ډیری سندری وویلی او نڅاگانی یی ورته وکړی کله چی د واده د ځلمی نه پوښتنه وشوه چی څنگه غواړئ چی اولاد مو زر وشی که نه نو هغه وویل چی هرکله چی خدا راکړو قبول مو دی.

او که یی رانکړو نو هم خوشاله یو. هغه وویل زما بچی به هم یو نیم دوه میتره لوړ قد ولری. او بیا به د باسکټ بال په ټیم کی شامل شی. د باو ناوی اکسیا وایی چی ما د باو سره د مینی واده کړیدی.

هغه وایی چی ټول ژوند بی د مینی نه تیریږی. او مینه هیڅ د رنگ عمر او قد شرط نه منی د گینیس بک اف ورلډ ریکارډ په نوم یو نړیوال کتاب چی د دنیا د فوق العاده پیښو او خلکو ذکر پکی راځی او ټوله دنیا یی په رسمیت پیژنی.

په هفی کی راغلی چی دا وخت باود ټولی دنیا د ټولو نه د جیگ قد خاوند انسان دی. ده نه وړاندی د تیونس یو اوسیدونکی چی د نه فقط دوه میله میترهجیگ وو دا مقام یی درلود و د دغه کتاب په وینا باو تر شپاړلس کلنئ عادی قدو قامت درلودو. خو بیا یی په ناڅاپی توگه قد لوړیدل شروع شو او په اوو کالو کی ٩ فټو نه واوړیدو هغه د خپل واده دپاره هر ځایی کی اعلانونه خواره کړی وو.

خو اخر په خپل کلی کیی اکسانه ولیده. او د ټول ژوند ملگری شول باو یو څه وخت د چین په اردو کی عسکری هم کړیده.

دی د اردو د باسکټ بال د ټیم تکړه غړی و. نن سبا دی مالداری کوی او بعضی وخت په تلویزيونی پروگرامونو کی هم د خلکو د تفریح د پاره برخه اخلی.

د منگولیا خلک وایی چی باو زمونږ نوم په دنیا کی روښانه کړیدی و څنگ چی دی به ونه ډیر لوړ دی.

همداسی شخصیت هم ډیر لوړ او اعلی لری او د ده په وجه اوس نړئ کی د منگولیالیانو نوم د چنگیز خان نه پس په یو ښه شهرت سره یاد شو یدی.

XS
SM
MD
LG