د لاس رسي وړ اتصالات

د ظاهر شاه ژوند ته یوه لنډه کتنه


د افغانستان وروستی پاچا محمد ظاهر شاه څه کم دری لسیزی د هیواد څخه بهر اوسیدنی نه پس په دوه زره او یو کی هیواد ته راستون شوی و.

که څه هم د هغه د ٩٢ کلن عمر مهمی پیښی په څو ساعتونه کی هم نشو ځایولی، پام وکړی د هغه د ژوند لنډ رپوټ ته.

محمد ظاهر شاه د خپلی څلویښت کلنی پاچاهی د دوران لامله د هغه ملت لپاره چی په ١٩٧٣ کی د هغه د پاچاهی د ختمیدو نه تر نن پوری د ارامو ورځو ارمان لری د سولی او اتحاد سمبول گرځیدلی و.

د طالبانو د رژیم د سقوط نه وروسته چی کله یو ځل بیا د ملی پخلاینی او سوکالی هیلی وخوټیدلی، د هیواد ډیرو خلکو نه یوازی د محمد ظاهر شاه د راستنیدلو هیله وکړه بلکی وغوښتل چی هغه یو ځل بیا خپل پاچا کړی.

محمد ظاهر شاه دوه نوی کاله وړاندی د اکتوبر په پنځلسمه په ١٩١۴ د نادرشاه په کور کی نړی ته سترگی پرانیستی او په کابل او فرانسه کی یی زده کړی وکړی.

محمد ظاهر شاه په ١٩٣٣د نومبر په اتمه د خپل پلار د ترور نه څو ساعته وروسته د پاچاهی په تخت کیناست او د متوکل علی الله پیرو دین متین اسلام لقب ورکړل شو.

د محمد ظاهرشاه د پاچاهی په لومړیو دیارلسو کلنو کی د هغه ترونو محمد هاشم او شاه محمود غازی د دولت چاری په مخ بیولی.

محمد ظاهر شاه په ١٩٦۴ کی نوی اساسی قانون اعلان کړ. چی له مخی یی په دولتی چارو کی د شاهی کورنی د غړو واک کم شو، د اولسی استازو لپاره د ولسی جرگی او سنا اعلان وشو. د ازادو انتخابات لار هواره شوه، مطبوعاتو ته ازادی ورکړل شوه او تر ټولو مهمه سیاسی فعالیت او گوندونو ته اجازه ورکړل شوه.

افغانستان ته بهرنی مرستی راروانی وی او لویو ښارونو په خاصه توگه پلازمینی کابل چټکه وده وکړه.

محمد ظاهر شاه د پاچاهی په دوران کی وخت په وخت د هیواد بیلابیلو سیمو ته او نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړل.

په ١٩٧٣ کی چی کله محمد ظاهر شاه د ایټالیا په سفروو، د تره ځوی محمد داود یی واک په خپل لاس کی واخیست او د جمهوری نظام د اعلان سره سم پخپله د هیواد جمهور رئیس شو.

په دی ډول د محمد ظاهر شاه څلویښت کلنه پاچاهی پای ته ورسیده او په ایټالیا کی ژوند پیل کړ. محمد ظاهر شاه په روم کی وو چس پخوانی شوروی اِتحاد په افغانستان برید وکړ.

د روسی قواوو د وتلو نه وروسته هیواد څه باندی لس کاله په کورنی جگړی کی وسوځید او ورپسی په ١٩٩٦ کی طالبانو کابل ونیو.

بلخواه په ١٩٩١ کی د روم په څنډو کی محمد ظاهرشاه په خپل کور کی د ترور په نیت په چاړه ووږل شو خو د ټپونو د رغیدو نه وروسته هم محمد ظاهر شاه د مطبوعاتو او عامه غونډو نه لری پاته شو.

په ٢٠٠١ کی چی کله امریکا د طالبانو د پرځولو لپاره چمتووالی نیوو، په روم کی د محمد ظاهر شاه کور یو ځل بیا د تودو سیاسی جرگو او مرکو کوربه شو.

بهرنیو هیوادونو هم محمد ظاهر شاه د افغانستان د قومونو ترمنځ د اتحاد سمبول منلی وو او زیاتره په دی اند وو چی د طالبانو د سقوط نه وروسته په لنډ مهااله دوره کی محمد ظاهرشاه مهم رول ولوباوو.

د کال ٢٠٠٢ په پیل کی محمد ظاهر شاه د دیرشو کلونو نه پس افغانستان ته راستون شو او د لومړنی بیړنی لویی جرگی مشرتوب یی وکړ.

خو ډیر ژر پخوانی یو ځل بیا هغه وخت وځورید چی ملکه حمیرا په روم کی د زړه د دریدلو لامله د ٨٦ کلونو په عمر له نړی سترگی پټی کړی. هیله کیدله چی ملکه حمیرا به ډیر ژر په کابل کی د محمد ظاهر شاه سره یو ځای ژوند پیل کړی خو په ژوندون یی نصیب نه وو او تابوت یی افغانستان ته راوړل شو.

محمد ظاهر شاه او ملکه حمیرا د واده په وخت تنکی ځوانان وو او د اوږد گډ عمر او اتو اولادونو نه وروسته د یوه او بل سره دومره خواږه وو چی د حمیرا د مړینی نه وروسته محمد ظاهر شاه څو ورځی د چا سره خبری نه کولی.

د دسمبر په میاشت کی د کمکی اختر نه څو ورځی وروسته په روم کی د محمد ظاهر شاه ٥٦ کلن ځوی شاه محمود ظاهر مړ شو.

د شاه محمود ظاهر مړی هم د ملکه حمیرا په څیر کابل ته راوړل شو او پلار یی محمد ظاهر شاه په جنازه کی گډون وکړ.

د افغانستان په اوسنی اساسی قانون کی محمد ظاهر شاه ته د ملت د بابا لقب ورکړل شوی دی او نن د افغانستان ځوریدلی ملت د خپل بابا نه هم محرومه شو.

XS
SM
MD
LG