د لاس رسي وړ اتصالات

د ظاهر شاه واکمنئ ته یوه کتنه


د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه د روان کال د جولای پر دیرویشتمه د دری نیوی کالو په عمر په کابل کی وفات سو.

هغه په افغانستان کی څلوېښت کاله پاچهي کړې او په کال ١٩٧٣ کی خپل د کاکا زوی ، د افغانستان پخواني صدراعظم سردار محمد داوود په یوه سپینه کودتا کی له قدرته را وپرزاوه.

په افغانستان کی ډېرو خلکو هغه ته د یوه سوله خوښونکي پاچا په سترگه کتل او د ده د زمانې د امنیت یادونه یې کوله، خو د هغه له داخلی او خارجی پالیسیو سره ډېر گوندونه او اشخاص مخالف هم وه.

که څه هم چی هغه ته د ښځو د ازادی نهضت، چی د ده د نامه سره ملگری یادېږی، د اعليحضرت امان الله خان په څېر پاچاهانو څخه په میراث ورپاته وو، خو د ده په زمانه کی د ښځو حقوقو، په تېره بیا د ښونی او روزني خواته دونه توجه وسوه او په حکومت کی دونه ځای ورکړه سو چی د هیواد محافظه کارو مذهبی عناصرو، ملایانو او د مصر ، لیبیا دیوبند او حقانیه د مذهبی مدرسو او پوهنتونونو څخه فارغ سویو کسانو یې تحمل نه سو کولای.

دغو عناصرو او ډلو، چی د شوروی اتحاد د مداخلې په مقابل کی راپورته سوي مقاومت او په وروسته کی د افغانستان د داخلی جنگونو په وخت کی ډېر قوي سول، تر پایه او تر نن ورځی پوری د هغه سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ او حتی ځینو عناصرو او ډلو هغه ته د کافر نوم ورکړی وو.

په هیواد کی دننه عناصرو اوډ لو او چپی گوندونو هغه ته د یوه دیکتاتور په سترگه کتل او د مشروطه غوښتونکو، ویښو زلمیانو، خلق او پرچم په نوم گوندونو او نورو راز راز چپی ډلو د هغه سره مبارزه کوله او له قدرته یې د هغه لیری کېدل غوښتل، او حتی د افغانستان د پرمختگ او ریښتوني ازادی د ټینگېدلو یوازنی لاره یې د هغه د شاهی رژیم په ړنگېدلو کی لیده.

ډېر لا په دې نظر وه چی د هغه په زمانه کی ، لکه څرنگه چی لازمه ده ، چټک پرمختگ نه کېږی او په هره توگه چی کېږی د هغه قدرت ته باید خاتمه ورکړه سی.

د ښونی او روزني، مطبوعاتی ازادیو، پارلمانی ډیموکراسی او د هیواد د صنعتی کېدلو او په تجارتی پرمختگونو او شرکتونو په جوړېدلو کی یې د هغه اقدامات کافی نه بلل او هر وخت یې د انتقاد گوته ورته نیولې وه.

د ظاهره شاه د قدرت وروستي لس کلونه د هغه پر ضد د عکس العمل کلونه وه او د همدغو عکس العملونو په نتیجه کی بالاخره له قدرته گوښه سو. په لومړي سر کی د کابل پوهنتون، وروسته د هیواد په لویو ښارونو کی ، لکه کندهار، هرات، مزار شریف، جلال اباد او نورو لویو مرکزونو کی دهغه پر ضد تقریبا هره ورځ مظاهرې کېدلې.

د هغه په مقابل کی د ښی اړخ څخه زرغونه او له کیڼ اړخ څخه سره بیرغونه پورته سول.

داسی ښکارېدله چی ټول هیواد د هغه مخالف دی. خو وروستیو حوادثو وښودله چی د هغه د قدرت زمانه د افغانستان د تاریخ داسي شپې ورځي وې چي خلک به یې هېر نه کړی.

XS
SM
MD
LG