د لاس رسي وړ اتصالات

یوه امریکایی عکاس په کابل کی یو شمیر عکسونه ننداری ته کیښودل


تیره ورځ په کابل کی د عکسونو یو نندارتون جوړ شوی وه.

د دغه نندارتون ټولو عکسونو چی له تیرو څو لسیزو را پدیخوا د افغانستان د حالاتو څرګندویی کوله.

امریکایی نامتو عکاس جانیس دوی دینس اخستی وه. دینس په دی هکله وویل چی له ۱۹۸۵ کال را په دیخوایی د افغانستان د کنړ له ولایت څخه عکاسی پیل کړی ده.

دغه عکسونه چی د ایینی مطبوعاتی مرکز په انګړ کی ننداری ته ایښودل شوی وه. په افغانستان کی د جګړو او د خلکو د مهاجرتو نو د جریان ښکارندویی کوله د دینس په وینا نوموړی د افغانستان له داسی شیبو څخه عکس اخستلو ته لیوال وه.

په دغه نندارتون کی یو شمیر خلکو په تیره بیا عکاسانو ګډون کړی وه چی یو تن لیدونکی محمد صدیق د دغه نندارتون په اړه خپل نظر داسی څر ګند کړ.

که څه هم په دغه نندارتون کی یوازی افغانستان پوری اړوند عکسونه ننداری ته ایښودل شوی وه خو د لیدونکویی دګوتو په شما وه.

XS
SM
MD
LG