د لاس رسي وړ اتصالات

د برمته شوو کوريايانو په هکله د هغوي کورنيو د امريکا نه غوښتنه


د هغو برمته کوریایانو کورني چې په افغانستان کې یرغمل نیول شوي دي په داسې حال کې چې د دوهم کوریايي په مړینه باندې خپگان ښيي د امریکا نه یې غوښتنه کړې ده چې د معضلې د سوله ایز حل لپاره مرسته وکړي.

په هغه بیانیه کې چې نن سه شنبې د تلویزیون له لارې خپره شوه، کوریايي کورنیو د امریکا حکومت وهڅول چې مسئلې ته د نوع دوستۍ له نظره وگوري او د افغانستان حکومت تشويق کړي چې د طالبانو غوښتنې ومني.

واشنگټن معمولاً داسې ډلو سره چې ورته ترورستان وايي او طالبان هم په همدې ډلو کې شاملوي، د هرډول خبرو نه ډډه کړېده.

طالبانو د سپتمبر د یولسمې نیټې د حملو په وخت کې القاعدې ته په افغانستان کې ځای ورکړی ؤ.

له بل خوا، د یو بل کوریایي د وژولو وروسته طالبانو د یرغمل شویو کوریایيانو د وژلو ضرب العجل، یو ځل بیا د چارشنبې ورځې تر غرمې پورې وغځاوه.

بل پلو، د لومړي ځل لپاره، د دغو برمته شویو کسانو یوه ویډیو خپره شوې ده چې هغوی په بد حال کې ښیي.

طالبانو پرون د دوشنبې په ماښام رسنیو ته خبر ورکړ چې دوی د برمته شویو کسانو له ډلې څخه دویم تن هم وژلی چي وروسته یې مړی د غزني د اندړو په ولسوالئ کی و مندل شو.

د غزني ولایت یو سیمه ییز چارواکي، عبدالرحیم دیسيوال د طالبانو له دغې ادعا وروسته، د نوموړي ولایت د اندړو د ولسوالي په ارزو کلي کې د وژل شوي یرغمل د مړي د موندنې خبر ورکړ.

ویل کیږي چې دغه یرغمل په یوه ډز سره په شقیقه کې ویشتل شوی دی. د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دویم وژل شوی یرغمل نهه ویشت کلن شیم سانگ مین، یو پخوانی آی ټي یا د کمپیوټري چارو ماهر و چې په دې وروستیو کې د رضاکار په توگه د جنوبي کوریا د کلیسا په ډله کې د مرستندویه چارو په موخه افغانستان ته راغلی و.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، چو هي یونگ وویل‏ موږ ددغې بیرحمانه وژنې په اړه خپله غوصه نشو بیانولای او هغه په کلکه غندو.

زموږ حکومت په ټینگه له برمته کوونکو څخه غواړي چې دغه راز وحشیانه کړنې بندې کړي او ژر تر ژره زموږ خلک خوشې کړي. حکومت به د هغو د خوندي خوشې کېدو لپاره، خپلې هڅې ونه سپموي.‏»‎ د سانگ مین پلار، سیم جین پیو، د خپل زوی دمړینې د خبر له اورېدو وروسته وویل هغه یو ځل له خپلې مور سره په ټلیفون کې وغږېد او هغې ته یې ډاډ ورکړ چې نوموړی به داسې یو ښه زوی پاته شي چې هېڅ وخت به موږ اندیښمن نه کړي او هر څه به ښه شي.‏

‎ په همدې حال کې د الجزیره ټلویزیوني شبکې د لومړي ځل لپاره د برمته شویو کوریاییانو تصویرونه خپاره کړل چې کیفیت یې ټیټ او یرغمل کسانو په کې خبرې نه وې کړې.

په تصویر کې ښځینه یرغمل په داسې حال کې ښوول کیږي چې د اسلامي شریعت پر اساس پوړني ورپه سر شوي او په یوه تیاره ځای کې کړوپې ولاړې دي.

قاري یوسف چې ځان د طالبانو ویاند بولي، یو ځل بیا رسنیو ته ویلي چې دوی د یرغمل شویو کوریاییانو د وژلو ضرب العجل د چارشنبې ورځې تر غرمې پورې اوږد کړی او که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو نور یرغمل به هم یو په بل پسې ووژني.

بلې خوا ته د ولسمشر کرزي ویاند، همایون حمید زاده نن سه شنبې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د برمته شویو کسانو د خوندي خوشې کولو هلې ځلې کوي. ‏

«‎ زه فکر نه کوم چې موږ باید د هغه حالت جزئیاتوته ولاړ شو کوم چې ورسره مخ یو، ځکه نو هغه څه چې تاسو ته یې ویلای شم دا دي چې موږ د یرغمل کسانو په فکر کې یو او دداسې لارې په لټه کې یو چې برمته شوي کسان خوندي او سلامت راخوشې شي.

البته چې موږ د یوې مثبتې پایلې هیله لرو، موږ ضمانت نه شو کولای خو یوې ښې نتیجې ته سترگې په لاره یو.‏»‎ د کوریایي کارکوونکو دغه درویشت کسیزه ډله د چنگاښ پر اته ویشتمه نیټه وتښتول شول چې اوس مهال یې یو ویشت تنه ژوندي پاته دي.

XS
SM
MD
LG