ښاغلى اولمېرت د اسراېېلو اولنى لومړى وزېر دى چې له شپږوکلونو نه زېاته موده کې د فلسطېن د ېو ښارگوټى لېدلو ته ورځى.
نن د سختو امنېتى اقداماتو په موجودېت کې داسراېېلو لومړى وزېر اېهود اولمېرت د لوېدېزې غاړې د ارېها ښارگوټى ته ورغى چې هلته د فلسطېن له مشر محمود عباس سره ملاقات وکړى او د فلسطېن د سولى د کنفرانس لپاره ځان چمتو کړى.
توقع ده چې د غه کنفرانس په د سږکال په اخر کې وشى. ښاغلى اولمېرت ووېل دى غواړى چې په ېو لړ بنېادى مساېلو باندى خبرى وکړى او دى امېدوار دى چې دا به ددى سبب شى چې د فلسطېن د دولت د منځته راتلو په برخه کې مذاکرات وشى.
داختلاف وړ سختو مساېلوکې د سرحدونو ټاکل، دمهاجرېنو د مسلى حل را اېستل، او بېت المقدس د څرنگوالى په باب فېصله شامله ده.
دامرېکا حکومت د منځنى ختېځ د سولى د خبرو د بېا را ژوندى کولو لپاره نوى اقدامات کوى. د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس له دواړمشرانو سره په تېره اونى کې ملاقاتونه وکړل.
او د اسرائېلو او فلسطېن تر منځ ېې د جدى خبرو لپاره غږ وکړ.