د لاس رسي وړ اتصالات

د اگست د میاشتی دیارلسمه نیټه په نړئ د هغه خلکو ورځ ده چی په چپ لاس باندی کارونه کوی


نن د اگست د میاشتی دیارلسمه نیټه په نړئ د هغه خلکو ورځ ده چی په چپ لاس باندی کارونه کوی - یعنی په بله معنا نن د نړئ د چپوکانو یا چپ لاسو ورځ ده.

دا د نړئ د چپ لاس ورځ چی ١٥ کاله پخوا یعنی د کال ١٩٩٢ د اگست په ١٣ شروع شوی وه. ابتکار یی د چپ لاسو دخوا جوړ شوی انټر نیټی ویب پاڼی کړیدی.

او هدف یی دا دی چی د دی ورځی د نمانځلو سره د نړئ د خلکو پام د هغو کسانو ژوند او مسلو ته را وگرځوی چی د طبعی توگه په راسته لاس ډیر کارونه نشی کولی او ټول زور یی په چپ لاس باندی راځی.

په دنیا کی چی په چپ لاس کوم خلک کارونه کوی، هغوی چی کوم مشکلات لری هغی کی یو دا هم دی چی دوی ماشین الات او د اوزا رونو لکه اره، سټک او چاقو په استمعالو کی مشکل سره مخ وی.

خو وایی چی زیات تکلیف ورته د قینچی په استعمالولو کی وی. .په اصل کی چی څومره ماشین الات او اسباب جوړ شوی دی د راسته لاس دپاره تیار شوی.

نو اوس د چپ لاسو د حقوقو ساتونکی د فابریکو د خاوندانو نه غواړی چی دوی باید د چپ لاسو د ضرورت خیال هم وساتی.

او د دوی لاس ته هم سم ماشینونه باید ولری. چپ لاسی چی په نړئ کی کوم مشکل لری، هغه دا دی چی په ځېینو ټولنو کی ورته خلک په ښه سترگه نه گوری.

ور پوری خاندی او چپکو یا گس لاسئ وایی. ډیر ځل داسی شویدی چی میندو پلرونو او استاذانو په زور خپل بچی او شاگردان مجبوره کړیدی چی د چپ لاس په ځایی دی په راسته لاس لیکل او خوړل وکړی.

تر اوسه ساینیس پوهان هم په دی نه دی پوه چی ولی یو انسان چپ لاسئ کیږی، ځیینی وایی چی دا خاصیت یو انسان ته په میراث کی رسیږی.

که په پلار نیکونو کی یی څوک چپ لاسئ وی نو اولاد کی هم یو دوه داسی خیژی. او په انگلستان کی ډاکټرانو دا دعوی د تجربو او مطالعو نه ثابته کړی هم ده دا ساینس پوهان وایی چی د انسان دماغ په اصل کی د ټول وجود کنټرول په لاس کی لری.

نو د چا د ښی لاس رابطه قوی وی او د چا د چپ لاس. د راست لاس خاوندانو د د ماغ چپ طرف د دماغ او ژبی کنټرول په لاس کی لری. او د راسته طرف یی احساسات په قابو کی ساتی.

خو بیا د چپ لاس خاوندان هم یی زړه او هم د لاس زور یو خوا ته وی چی د چپ لاسو نه یو څه خاص امتیازات هم لری دا وخت په نړئ کی سلو کی لس برخی خلک په چپ لاس لیکل او نور کارونه کوی.

په نړئ کی د چپ لاسو په باب یوه خبره دا هم عامه ده چی د دوی دماغ د نورو په نسبت یو څه تیز کار کوی.

ویل کیږی چی د امریکا په تیرو شپږو جمهورریسانو کی پینځه یی چپ لاسی وو. چی په دوی کی فورډ، ریگن، مشر بش بل کلنټن او اوسنئ جمهورریس بش شامل دی.

دوی نه علاوه د نړئ د تاریخ نور مشهور خلک لکه نپولین بون پارټ، مشهور هنر مند چارلی چپلن او د هندی فلمونو مشهور ستوری امیتاب بچن هم د مشهورو چپ لاسو د جملی نه دی.

په نړئ کی د چپ لاس خلکو ټولنه وایی چی باید هر څوک د دوی سره مساوی چلند وکړی.

د دوی دی فرق ته دی د عیب په ستزگه نه گوری. او چپ لاسی دی هم په دی کار نه خفه کیږی او ننئ ورځ یعنی د اگست د یارلسمه دی په پوره افتخار او ویاړ سره ونمانځی.

XS
SM
MD
LG