د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩۴٧ د اگسټ پر پنځه لسمه د هند او پاکستان د خپلواکی سند لاسلیک سو


د کال ١٩۴٧ د اگسټ پر پنځه لسمه د هند او پاکستان د خپلواکی سند لاسلیک سو.

په هند کی د برټانیې دوه سوه کلنه واکداري پای ته ورسېده او د هند د خپلواکۍ د تحریم مشر مهنداس کرمچند گاندهي دغه سند د برټانیې د هیواد تر ټولو شرافتمندانه عمل وباله.

خو د هند او پاکستان دخپلواکی د گټلو څخه سمدستی وروسته په دواړو هیوادونو کی د مسلمانانو او هنودانو ترمنځ داسی سختی مذهبی نښتی او جگړې پیل سوې چی د مهاتماگاندهي د خوښی عمر یې لنډ کړ.

په شمالی ایالت پنجاب کی، چی د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ وېشل سوی وو، د خپلواکی په لومړیو څو ورځو کی په مذهبی جگړو کی په سل هاو کسان ووژل سول.

د هند د خپلواکۍ تحریک د شلمی پېړۍ په لومړیو کلونو کی زور اخیستی وو او د لومړي نړی وال جنگ څخه وروسته گاندهي د برټانیې د استبدادی حکومت پر ضد لومړنۍ سوله ایزی مظاهرې او اعتصابونه تنظیم کړل.

د ١٩٣٠ په لسیزه کی برټانیې د هند ملت پالونکو ته یو څه امتیازات ورکړل مگر په دوهم نړۍ وال جنگ کی د برټانیې څخه دونه خلک ناراض وه چی برټانیه پر دې وبېرېدله چی هسی نه هند د جرمني او دهغه دملگرو خواته ور واوړی.

خو د جنگ دختمېدلو سره برټانیې د هند او پاکستان استقلال په رسمیت وپېژاند او د استقلال څخه سمدستی وروسته داسی مذهبی جنگونه پیل سول چی د مهاتماگاندهي په شمول په سل هاو زره کسان پکښی قتل سول.

XS
SM
MD
LG