د جنوبي آسیا په چارو کې د متحده ایالاتود خارجه وزارت مرستیال ریچړډ باوچر پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې د جمهور رئیس پروېز مشرف په گډون ددې ملک د کورنیو چارو د وزیر آفتاب احمد خان شېر پاو سره کتلي دي.
ښاغلۍ شېرپاو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په امنیتي جرگه کې یې گډون کړئ ؤ ښاغلي باوچر ته د جرگې د پرېکړو په باب معلومات ورکړل.
ښاغلي باوچر وویل چې امریکا د جرگې د پرېکړو هر کلئ کوي او دا چې جرگې فیصله کړې چې د طابانو سره دې خبرې وشي یو ښه کار دئ.
د امریکا د خارجه وزارت مرستیال باوچر دا خبره چې روښان فکره طالبانو ته دې فرصت ورکړ شي چې د عادي افغانانو په توگه په ملک کې ژوند وکړي ښه کار وباله او ویې ویل چې هغوی ته دې د ملک د سولې په جریان کې برخه ورکړه شي.
پښتون شینواری د اسلام آباد نه پدې باب دا رپوټ رالېږلئ دئ