د لاس رسي وړ اتصالات

گرېگورى شولټ وايي داېران اټومى موافقه نېمگړې ده


د امرېکا د متحده اېالاتو ېو لوړ رتبه مامور په هغی موافقې تنقېد کړی دی چه د اتومی انرژئ د نړېوالې ادارې او اېران تر منځ شوی ده.

ددی موافقې په اساس به اېران د خپل جنجالی اتومی پروگرام په باب په ېوه ټاکلی وخت کې ددغې ادارې پوښتنو ته ځواب ورکوی.

په نړېوالې اتومې ادارې کې د امرېکا د هېت رېس گرېگوری شولټ نن په وېانا کې ووېل چه دا موفقه دهغه په قول واقعې نېمگړتېاوې او محدودېتونه لری او په پراخه سطحه د اېران د اتومی مرکزونو د معاېنې اجازه نه ورکوی.

شولټ زېاته کړه چه اېران اصلا په ښکاره توگه دا کوښښ کوی چه د اتومی وسلو د جوړولو لپاره د خپلو پټو کوښښونو نه د ددغه ادارې د مفتشانو پام په بله خوا واړوئ.

ښاغلي شولټ ووېل چه دا موافقه به ددی سبب نه شی چه د ملگرو ملتونو د امنېت شورا د اېران په خلاف نور تادېبی اقدام ونه کړی.

دا موافقه د سه شنبی په ورځ د اتومی انرژئ د نړېوالې ادارې د مرستېال اولی هونېن او د اتومی مذاکراتو لپاره د اېران د استازي جواد وعېدی تر منځ امضا شوه، مگر زېات تفصېل ندى ورکړ ل شوی.

ټاکل شوی ده چه د اتومی انرژئ نړېواله اداره به بله مېاشت د اېران د اتومی پروگرام په باب خپل راپور د امنېت شورا ته وړاندی کړی.

XS
SM
MD
LG