د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان په جنوب کی په حملو کی ١٣ کسه وژلي دي


مشکوکو یاغي طالبانو د افغانستان په جنوب کی په حملو کی ١٣ تنه وژلي دي.

یوې ‏خصوصي امنیتي کمپنۍ چی د ناتو په موادو بار لارۍ ېې بدرگه کولې وايي چی نن د طالبانو په یوه پټه حمله کی لس امنیتي محافظین ووژل سول.

ددې کمپنۍ یوه مسئول مشر محمد سالم وویل چی په دې کمپنۍ باندی هغه وخت له ېوې لوی لاري نه ډزي وشوې چی دوى د زابل له ولایت نه تیرېدل.

د هلمند په ولایت کی د پولیسو یو محلي قوماندان د سړک په غاړه د بم چاودنی د هغي حملې نه بچ شو چی د گرشک په ولسوالي کی د هغه د موټرو د کتار تر څنگ وشوه.

په دې حمله کی لږ تر لږه درې ملکي خلک ووژل شول او په لسهاو نور زخمي سول.

د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان محمد حسین، طالبان داسی تروریستان وبلل چی بیگناه ملکي خلک وژنی.

پرون د چهارشنبې په ورځ هم په دې سیمه کی د یاغیانو په یوه حمله کی دوه کاناډایي عسکر ووژل سول او یو ژورنالیست زخمی سو .

XS
SM
MD
LG