د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځه برخه کی دری خارجی او دوه افغان فوځیان وژل شویدی


د افغانستان پولیس وایی چی د هیواد په ختیځه برخه کی د یاغی طالبانو سره جگړه کی نن دری خارجی عسکر او یو دوه افغان فوځیان وژل شویدی.

دولتی مقامات وایی چی دا مرگونه د پاکستان سره په سرحد د کونړ په ولایت کی شویدی. خو تر اوسه د امریکا یا د ناټو قواو د دی مرگونو تصدیق نه دی کړی.

بلخوا په افغانستان کی د ناټو په مشرئ د قواو مامورینو نن په کابل کی وویل چی د نړیوالی سوله ساتونکی قوی یا ایساف دوه عسکر د گزمی په وخت وژل شویدی.

ناټو وایی چی د هالینډ یو دیرش کلن عسکر د یکشنبی په ورځ په اورزگان کی د بم په یوه چاودنه کی وژل شویدی.

په دی چاودنه کی د هالینډ یو بل عسکر ژوبل شویدی. د ناټو مامورین دا هم وایی چی د افغانستان په ختیځه برخه کی د دوی یو بل عسکر چی ملیت یی نه دی ښودل شوی.

د گزمی په وخت لگیدلی او مړ شویدی دا وخت د امریکا په مشرئ د ایتلاف او د ناټو قریب ٥٠ زره عسکر د د یاغی طالبانو په خلاف جگړی او د افغانستان د بیا ودانئ په کارونو کی بوخت دی.

په دی کی د هالینډ اوولس زره عسکر د ناټو په چوکاټ کی وظیفه ترسره کوی.

XS
SM
MD
LG