د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قانون پوهان د جنرال مشرف پر ضد مظاهرې کوي


همدارنگه نن د پنجشنبى په ورځ د جنرال پروېز مشرف وکېلانو سترې محکمى ته ووېل چې دهغه د جمهورى رېاست موده د نومبر په پنځه لسمه نېټه پاې ته رسېږى.

د سترې محکمى مشر قاضى افتخار محمد چوهدري د چارشنبى حکومت ته امر کړى و چې داخبره معلومه کړى چې د جنرال مشرف د جمهورى رېاست دوره کله پاېته رسېږى.

د پاکستان لومړى وزېر شوکت عزېز وېلى دى چې د پاکستان پارلېمانى انتخابات به د سېپتمبر په نېمايي او اکتوبر ترمنځ شپو ورځو کې وشى.

د جنرال مشرف سېاسى مخالفان وېره لرى چې هسى نه جمهوررئېس دوېم ځلى انتخابات له اوسنى پارلېمان نه وگټى په اوسنى پارلېمان کې د جنرال مشرف واکمن گوند اکثرېت لرى.

XS
SM
MD
LG