د لاس رسي وړ اتصالات

القاعدې د بن لادن یوه نوې ویډیو تیاره کړې ده


په یوه اسلامي ویب سایټ کی راغلي دي چی د القاعده تروریستي شبکه غواړی د اسامه بن لادن یوه نوې ثبت سوې ویډیو په امریکا باندی د سیپټامبر د یوولسمي تروریستي حملو د شپږمي کالیزي د رارسیدو نه مخکی یا وروسته خپره کړی . په دې اعلان کی چی پرون خپور سوی دی ددغه فراري تروریست مشر یو عکس هم چاپ سوی دی . هغه د ٢٠٠۴ کال را پدې خوا په کومه ویډیو کی نه و لیدل سوی . خو د آواز وروستی ټېپ یې څه د پاسه یو کال مخکي خپور سوی و . د بوش د حکومت یوه نطاق ‏(‎ گورډن جان ډرو ‏)‎ وویل چی د تروریستی حملو نه شپږ کاله وروسته ، چی په دې هفته کی په جرمنی او ډنمارک کی کوم تروریستان نیول شوي دي او په عراق او افغانستان کی چی کومي حملې کیږی دا ټولي د تندروانو له خوا ددوامدارو تهدیدونو نښي دي . نطاق دا هم وویل چی همدا وجه ده چی موږ د هغوی سره جگړې ته دوام ورکوو او د هغه په قول هر چیري چی دغه تروریستان وی نو موږ پسی ورځو چی پیدا یې کړو .

XS
SM
MD
LG