جمهو رئیس بش وايي دی به بله هفته ملت ته خپل خطاب کې په هغو تجاویزو وغږیږي چې جنرال ډیویډ پتراس او په عراق کې د امریکا د سفیر ریان کروکر لخوا دې ته وړاندې شوي دي. ده په خپله ننۍ راډیويي خطاب کې وویل چې دی به په راتلونکې هفته کې د عراق په اوسنۍ ستراتیژي وغږيږي او په عراق کې د امریکا په راتلونکې پلان باندې بحث وکړي. د سپنې ماڼۍ ویاند ونه ویل چې کومه ورځ به د ښاغلي بش بیانیه خپریږي. د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر هاري ریډ دموکراتیک گوند ته په خپل خطاب کې نن وویل چې په عراق باندې یرغل د سپتمبر د یولسمې په مقابل کې یو غلط ځواب ؤ. ده زیاته کړه چې امریکا باید په مسئولانه ډول دغه جگړې ته خاتمه ورکړي او د تروریزم د ماتې په فکر کې ولویږي. جنرال پتراس بله هفته غواړي چې د امریکا کانگرس ته د عراق د پرمختیاو په هکله خپل رپوټ واوروي.