د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په هوايي برېد کې په غزنى کې دولس طالبان وژل شوېدى


د افغانستان چارواکي وايى په غزنى کې دامرېکا په هوايى برېدونو کې دطالبانو ١٢ جنگېالې وژل شوېدى. په دغو کسانو کې ېو تن هغه معتبر قوماندان هم وژل شوېدى چې د ٢٣ تنو کورېاېانو په برمته کولو کې ېې لاس درلود.

طالبانو دوه مېاشتى مخکى د جنوبى کورېا ٢٣ تنه برمته کړي ول. دغزنى ولاېت د پولېسو ېوه عالېرتبه مشر جنرال على شاه احمدزي ووېل چې د طا لبانو قوماندان ملا عبدالله جان د گېرو په ولسوالى کې د شپې له خوانه په بمبارۍ کې ووژل شو.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف وايي څو تنه سر تېري ووژل شول او څلور تنه د عملېاتو په دوران کې ونېول شول. داخبره سمدلاسه نده تائېد شوې جې د ملاعبدالله جان مړى دنورو مړو په منځ کې و او که نه.

په غزنى کې له هغه وخت راهېسى چې د جنوبى کورېا د برمته گانو وروستى جوپه خوشې شوه څو ځلې نظامى عملېات سرته رسېدلى دى.

په ېوه مخکېنى رپوټ کې هم وېل شوي وو چې د طالبانو ېو بل قوماندان چې دهغوى په برمته کولو کې لتاړ و په مخکېنېو عملېاتو کې وژل شوى و.

په عېن حال کې بنگله دېش خواست کړېدى چې ددوى د خېرځه مرستو هغه مامور چې د لوگرپه ولاېت کې د شنبى په ورځ برمته شوى و راخوشى کړى شى.

د بنگله دېش د کورنېو چارو د وزارت ېوچارواکي نن په ېو خبر لېک کې ووېل چې د برمته شوي سړي ېوازېنى مامورېت په افغانستان کې د بشري مرستو کول و.

دغه بنگالى مامور د لوگر په ولاېت کې نامعلومو وسله والو کسانو له خپل دفترنه بېولى دى.

XS
SM
MD
LG