د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى کرزى د خارجى قواو د وتلو نه وروسته د بد امنۍ خبر دارى ورکوي


د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي خبردارى ورکړېدى چې مخکى تردې چې په افغا نستان کې امن راشى که خارجى قواوې له افغانستان نه ووزي نو گډوډي به منځ ته راشى او دده ملت بېرته د گډوډۍ او بد امنۍ ناوړه حالت ته ور گرځېدلى شى او د ترهگرانو لپاره به په خوندى ځاى بدلېدلى شى.

ښاغلى کرزى په هغه مرکه کې چې پرون د سه شنبى په ورځ د کاناډا په گلوب اېنډ مېل نومې ورځپاڼه کې خپره شوه د کاناډا له حکومت نه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل مامورېت تجدېد کړى.

د کاناډا د عسکرو دمامورېت د صلاحېت اوسنى دوره د ٢٠٠٩ مېلادى کال په اولو وختونو کې پاېته رسېږى. ښاغلى کرزي ووېل په افغانستان کې دکاناډا د عسکرو حضور ته تر هغه وخت پورې ضرورت دى چې افغانستان ددې جوگه شى چې په خپله له ځان نه دفاع وکړى شى.

هغه ووېل چې داکار په راتلونکېو دوو کلونو کې نشى کېدلى. په ېوه جلا خبر کې د سه شنبى په ورځ افغان چارواکېو ووېل چې په غزنى کې د امرېکا په هواېې برېدونو کې ١٢ طا لبان مړه شول او دهغو په جمله کې هغه مشهور قوماندان هم و چې دوه مېاشتى مخکې ېې د ٢٣ کورېاېانو په برمته کولو کې لاس درلود.

دغزنى ولاېت د امنېه قوماندان جنرال علي شاه احمدزي د سه شنبى په ورځ داخبره تصدېق کړه چې د طالبانو قوماندان ملا عبدالله جان د گېرو په ولسوالى کې د شپې په بمبارۍ کې وژل شوېدى.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف وايي څو تنه سر تېري په دغه هوايي حمله کې ووژل شول او څلور تنه ونېول شول.

خو داخبره ېې سمدلاسه تائېد نکړى شوه چې د ملا عبدالله جان مړى هم د وژل شوو په جمله کې و او که نه.

XS
SM
MD
LG