د لاس رسي وړ اتصالات

نورې المالکى وايي دعراقېانو وژل نشى تحمل کېدلى


د عراق لومړى وزېر نوري المالکى وايي په داسې حال کې چې حکومت د ېکشنبى دورځې د وژونکېو ډزو په باب تحقېقات کوى د بلک واټر په نامه امرېکا يي کمپنى عملېات په ټپه درول شوېدى.

ډزې ددغى کمپنى امنېتى مامورانو کړې وې. ښاغلى مالکې ووېل نن د چارشنبى په ورځ دده هېواد به دخپلو خلکو قصدى او عمدي وژل تحمل نکړى.

هغه ووېل دا اوم ځل دى چې د بلک واټر کمپنى په دغه راز پېښو کې لاس لري. دغه کمپنى د امرېکا د حکومت ملکى مامورانو ته په عراق کې امنېت برابروي.

دعراق چارواکي وايي هغه وخت چې د بلک واټر کمپنى مامورانو دبغداد په بهېرو بار نه ډکه سېمه کې ډزې وکړې لږ تر لږه ېوولس کسان پکى مړه شول.

دغه کمپنى چې دامرېکا د شمالى کرولاېنا په اېالت کې دېره ده وايى پر هغه کاروان باندې چې ددوى امنېتى مامورانو ېې ساتنه کوله حمله وشوله او ددوى مامورانو له قانون سره سم اومناسب عمل کړېدى.

دامرېکا حکومت دامرېکا دېپلوماتان او نور ملکى ماموران له دېنه منع کړېدى چې له شنى سېمى نه بهر په زمکه سفر وکړى.

شنه سېمه په بغداد کې ده او امنېت ېې ښه په ټېنگه ساتل کېږى. دعراق دکورنېو چارو وزارت ددغې کمپنى د کار جواز فسخ کړېدى.

دعراق حکومت د سه شنبى په ورځ ووېل دوى به دهغو ټولو امنېتى کمپنېو دکار په مقرراتو نوې کتنه وکړى چې په عراق کې کار کوى.

XS
SM
MD
LG