د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې د ېوسلو نهه شپېته نه زېات طالبان ووژل شول


نړېوالو قواو د افغانستان په جنوب کې ېو سلو پنځه وېشتو نه زېات طالبان ووژل. ما موران واېې چه دا اوسنی جنگونه د سه شنبی په ورځ دوخته د هلمند ولاېت د موسی قلعه په ولسوالئ کې هغه وخت شروع شول چه طالبانو په افغان او اېتلافی قواو باندی ډزی وکړی.

د اېتلافی قواو جنگی الوتکو او توپچی قطعاتو د طالبانو په مورچلونو باندې ډزې وکړې. په دغو ډزو کې سل تنه طالبان ووژل شول. ېو امرېکاېې عسکر هم ولگېده او مړ شو.

په هلمند ولاېت کې نړېوالو قواو څه موده مخکی نوي تعرضی عملېات په دی خاطر شروع کړل چه په دغه جنگ زپلی او ناکراره سېمه کې امنېت راشی.همدا راز، د سه شنبی په ورځ په ېوه بله نښته کې په ارزگان کې هم پنځه شپېته طالبان ووژل شول.

له بلی خوا نن د قندهار ولاېت په ژېړئ اولسوالئ کې د طالبانو طرفدارو کلېوالو د څو ساعتونو لپاره عمومی لاره د اعتراض په توگه د څو ساعتونو لپاره بنده کړه.

هغوئ په دغه ولسوالۍ کې د نظامی عملېاتو په دوران کې د اېتلافی قواو په لاس د دوو ملکی خلکو د وژلو په خلاف مظاهره کوله، خو نا ټو او د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو اعلامېه واېې چه په دی باب څه معلومات نه لری.

XS
SM
MD
LG