د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدراعظم نن په نېوېارک کې د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلئ ته وېنا کوی


د عراق صدراعظم نوری المالکی به نن د نړئ په هغو مشرانو کې شامل وی چه په نېوېارک کې د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلئ ته وېنا کوی.

په روانه غونډه کې د اېران جمهور رېس محمود احمدی نژاد د خپلی وېنا نه په استفاده د خپل هېواد د اتومی پروگرام نه دفاع وکړه او د امرېکا په متحده اېالاتو باندی ېې ډېر سخت انتقادونه وکړل.

بی له دی نه چه د امرېکا نوم په خوله واخلی، ښاغلي احمدی نژاد ووېل چه ځېنی قوتونه د بشری حقوقو نه سرغړونې کوی.

خصوصا ېو شمېر هغه قدرتونه چه تل د بشری حقوقو د فاع ځانگړی دعوا هم کوی، اوس په پراخه پېمانه د نورو د بشری حقوق تر پښو لاندی کوی.

د اېران جمهور رېس په عراق باندی د امرېکا په مشرئ نظامی ېرغل باندی هم انتقاد کړ.

ښاغلي احمدی نژاد ووېل په عراق باندی ېې نظامی ېرغل د ېوه جابر حاکم د لېری کولو او د عامه وژنی د وسلو د لټولو په په دی بهانه وکړ.

ددی مخکی د امرېکا جمهور رېس جورج ډبلېو بش په خپله وېنا کې اېران، سورېه، سپېنه روسېه او شمالی کورېا د داسی ظالمو رژېمونو په نامه ېاد کړل چه د خپلو خلکو ته هغه بنېادی حقو نه ورکوی، چه د بشر د حقوقو په نړېواله اعلامېه کې ذکر شوی دي.

XS
SM
MD
LG