د پاکستان د اردو مامورین وایی چی په صوبه سرحد کی د امنیتي قواو د موټرو یوه کتار ته د سړک په غاړه د بم چاودنه شوې چی یو عسکر یې وژلی او لږ تر لږه ١٣ نور یې زخمي کړی دي.
چارواکي وایی چی دا چاودنه نن هغه وخت وشوه چی د موټرو کتار د جنوبي وزیرستان د ټانک ښارگوټي ته نژدې په کوم ځای کی تیریده او په داسی حال کی کیږی چی قبایلي مشران کوشش کوی هغه څه د پاسه ٢٠٠ پاکستاني عسکر خوشی سی چی د آگسټ د میاشتي را پدې خوا په جنوبي وزیرستان کی طالب پلوه یاغیانو نبولي دي.