د لاس رسي وړ اتصالات

'اسرائیل دسولې لپاره ملاتړ غواړی نه شرائط'


د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیری له نورو ملکونونه وغوښتل چې دهغې د هیواد سره مرسته وکړی، په داسی حال کې چې غواړی د فلسطینیانو سره مرسته وکړی.

زیپی لیفنی پرون ددوشنبی په ورځ په نیویارک کې دملگرو ملتونو عمومی اسمبلی ته دخبرو په ترڅ کې وویل، اسرائیل او فلسطینیان خطرپه ځان منی نو بین المللی ټولنې، عربانو او اسلامی نړۍ ته پکار دی چې د شرائطو دا یښو دلو په ځای ددوی سره مرسته وکړی.

میرمن لیفنی پدی باره کې نورتفصیل ورنکړ. تیره هفته د سعودی عربستان لوړرتبه مامورویلی وچې اسرائیلو ته پکاردی چې دفلسطین په خاوره کې نوی کورونه جوړنکړی، که د امریکا په سرپرستی دسولې د کنفرانس په باره کې په رښتیا جدی وی.

د سورئې جمهور رئیس بشارالاسد نن دسه شنبی په ورځ وویل، دی به ترهغې پوری په غونډه کې برخه وانخلی ترڅوچې اسرائیلو په سوریه باندی دگولان لوړی نوی سپارلی.

د سورئې دبهرنیو چارو وزیر ولید معلم د ملگروملتونو عمومی اسمبلی ته دخپلی ویناپه ترڅ کې هغه دتیری میاشتی داسرائیلو هوائې حمله وغندله چې د ئې داسرائیلو هغه هیله یاده کړه چې غواړی په سیمه کې تاوتریخوالی ته لمن ووهی.

XS
SM
MD
LG