د لاس رسي وړ اتصالات

سکیزوفرینیا - عقلی عصبی ناروغی


سکیزوفرینیا یوه عقلی عصبی ناروغی ده او د یونانی کلمی نه اخیستل شوی چی سکیزین جداکیدو او فرین فکر ته وایی.

تقریبا د ټولنی یو فیصد د ژوند په اوږدو کی په دغی ناروغی اخته کیږی او په کال کی د دوو ملیونو نه زیات امریکایان په دغه ناروغی اخته کیږی.

دا ناروغی نارینه او ښځی په مساوی ډول مصاب کوی. هغه نارینه چی په دغه ناروغی اخته کیږی معمولا د پنځلسو او پنځویشتو کالونو ترمینځ عمر لری، او ښځی چی په دی ناروغی اخته کیږی معمولا د پنځویشتو او پنځه دیرشو کالونو په عمر وی.

دغه ناروغی د نړی په ټولو ملکونو او کلچرونو کی لیدل شوی او زیاتره د ټولنی په ټیټو طبقاتو کی لیدل کیږی.

له ډیر وخت راهیسی دا خبره څرگنده شوی چی دغه ناروغی په ارژی ډول په کورنیو کی لیدل کیږی، هغه کسان چی په دی ناروغی اخته خپل خپلوان لری زیات امکان لری چی دوی هم د زکیزو فرینیا په ناروغی اخته شی، نسبت هغو کسانو ته چی په کورنی کی د دی ناروغی تاریخچه نلری.

د مثال په ډول که د یوه زایگوت لرونکی غبرگونی که چیری یو یی په سکیزوفرینیا اخته شی نو بل یی څلویښت تر پنځوس فیصده د ناروغی د اخته کیدو احتمال لری.

هغه ماشوم چی مور یا پلار یی په دی ناروغی اخته وی لس فیصده امکان لری چی سکیزو فرینیا پیدا کړی. په دغو مریضانو کی د ډوپامین په نامه کمیاوی مواد زیاتیږی او په اناټومیک لحاظ د سر د کوپړی دریم بطین غټیږی.

مریضان په غیر عادی ډول خپلی سترگی ښوروی او سترگی زیاتی رپوی، د مریض په روش او طرز تفکر کی بدلون راځی.

د سکیزوفرینیا وصفی اعراض دا دی چی مریض هالوسینیشن پیدا کوی یعنی دا چی مریض په خپل سر کی غږونه اوری او بیا دی هماغو غږونو ته په ځواب ویلو سره گډ وی.

بل دغه مریضان ډیلوژن لری یعنی دا چی د مریض طرز تفکر مختل وی او داسی عقاید لری چی حقیقت نه لری د مثال په ډول مریض فکر کوی چی پولیس په ده پسی گرځی او یا دا چی مطبوعات د ده په هکله خبری کوی، او داسی نور.

د مریض خبری سره تسلل او ارتباط نه لری چی ورته لوس اسوسیشن وایی او د یوی موضوع نه بلی ته ټوپ وهی چی ورته فلایت آف آیدیا وایی.

ډیره مهمه خبره دا ده چی په دغو مریضانو کی د ځان وژنی احتمالات زیات دی چی د کورنی او طبی پرسونل لخوا باید په ټینگه په نظر کی ونیول شی.

XS
SM
MD
LG