د لاس رسي وړ اتصالات

هغه هېلېکوپټر چې جنرال پروېز مشرف ېې بدرگه کاوه ټکر کړېدى


د پاکستان چارواکى وايي د درې هېلېکوپټرونو له جملى نه چې جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف ېې بدرگه کاوه، ېوه هېلېکوپټر نن ټکر کړېدى.

په دغه ټکر کې څلور عسکر وژل شوى او نور زخمېان شوېدى. جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف کشمېر ته سفر کاوه.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد وايي جنرال مشرف خپل منزل ته رسېدلى واو ژوبل شوى ندى. جنرال ارشد ووېل چې د هېلېکوپټر د غورځېدلو سبب تخنېکى عوارض و او چا حمله نده کړى.

د پوځ وېاند ووېل چې د جنرال مشرف نطاق تورن جنرال رشېد قرېشى په دغه ټکر کې زخمى شوېدى. خو هغه دومره سخت ندى زخمى شوى چې د هغه ژوند ته کوم خطر پېښ کړى.

چارواکي وايي چې جنرال مشرف د پاکستان د برخى کشمېر ته ددې لپاره تللى دى چى د وړم کال د سختى زلزلى او تباهى دوېمه کلېزه ولمانځى.

دغه تباه کوونکې زلزله دوه کاله مخکى د اکتوبر په اتمه نېټه په ٢٠٠٥مېلادى کال کې پېښه شوې وه.

رپوټ وايي په دغه زلزله کې اتېا زره کسان مړه شوې ول.

XS
SM
MD
LG