د اسرایلو د لومړي وزېر مرستیال پیشنهاد کړیدی چی دوی غواړی د بیت المقدس ځینی برخی فلسطینیانوته ورکړی او په بدل کی فلسطینیان د ناقیلو یهودانو ابادی کړی سیمی په رسمیت وپیژنی.
د اسرایلو د راډیو سره په خبرو کی د اسرایلو د لومړى وزېر مرستېال هیم رامون ویلی دی چی دا به د وخت نه وړاندی وی چی اسرایل د بیت المقدس د زوړ ښار هغه برخی پریږدی چی د مسلمانانو عیسویانو او یهودانو مقدس ځایونه موجود دی.
هغه د خپل نوی وړاندیز نور تفصېلات ند ىورکړى. د بیت المقدس واک او اختېار لرل د اسرایلو او فلسطینیانو د کشالی د ټولو نه حساسه برخه گڼل کیږی او احتمال دی چی دا مسله بله میاشت د سولې په هغه غونډه کې ېاده شى چې د امریکا په مرسته دمنځنى ختېځ د سولى لپاره جوړیږى.