د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت پنځه لس جناېت کاران اعدام کړل


ېو افغان چارواکى وايى چې پنځه لس بندېان ېې په گولېو بانى وېشتلى او اعدام کړېدى. دا په تېرو درو کلونو کى اول ځل دى چې په افغانستان کې څوک اعدام کېږى.

دغه کسان چې دکابل په زندان کې د ېکشنبى په ورځ ناوخته ووېشتل شول اکثره ېې محکوم شوى جناېت کاران ول.

دفرانسى خبرى اژانس وايي په دغو جناېت کارانو اکثره داسى کسان ول چى په قتل باندى محکوم شوى ول. دنورو خبرو نو په لړ کې د سړکى دغاړى په ېوه چاودنه کې د ناټو ېو استرالېايى عسکر په اورزگان کې وژل شوېدى.

نن ددوشنبى په ورځ ېوه چاودنه د سړک پر غاړه هغه وخت وشوه چې دناټو کاروان په اورزگان کې تېرېده. په دغه سېمه کې دنا ټو اکثره عسکر داسترالېا اوهالند دى. سو. لږ تر لږه ېوبل عسکر زخمى شوېدى.

تردې مخکى دوخته پولېسو ووېل ېو ځان وژونکى په باېسېکل باندى سپور و او د ناټو په مشرى کاروان څنگ ته ېې چاودنه وکړه.

هغه په دغه چاودنه کې لږ تر لږه درى ملکېان دماشومانوپه شمول زخمېان کړل. چارواکېو ووېل بم چوونکى کوشش کاوه چې په لشکر گاه کې چې د هېلمند ولاېت مرکز دى دناټو پر کاروان برېد وکړى خو خپل هدف ته ونه رسېده.

سمدلاسه ددغې پېښې مسوولېت چاپه غاړه ندى اخېستى. په ېوه جلا پېښه کې نن ددوشنبى په ورځ په خوست کې دناټو د عسکرو د تمرېن سېمى ته نېژدى ېو افغان ماشوم هغه وخت ووژل شو او دوه نور زخمېان شول چې دناټو عسکرو پکى تمرېن کاوه.

ناټو په دې نپوهېږى چې دا پېښه څنگه وشوه. سر تېرو طالبانو د سړک د غاړى برېدونه او نور ډېر ځان وژونکي برېدونه کړېدى.

هغوى دغه برېدونه په سېمه کې د افغانستان د حکومت او خارجى عسکرو خلاف چې په دغه هېواد کې دېره دى کوى.

د ځان وژونکېو برېدونو په لړکې پرون د لوگر ولاېت پولېسو ېو احتمالى ځان وژونکى هغه ووېشت او مړ ېې کړ چې د ولاېت د امنېه قومانداڼى دفتر ته ورننوت.

د دغه ولاېت د امنېه قوماندانۍ چارواکي وايي برېد کوونکى چې د امنېته قوماندانۍ ته ور ننوت نو دپولېسو درېشى ېې اغوستى وه.

چارواکېو ووېل مشکوک د امنېه قوماندان له دفتر نه بهر هغه وخت ووېشتل شو چې د پولېسو خبرداري ته ېې غوږ ونه نېو. هغه ته خبردارى ورکړل شو چې ودرېږي خو هغه اعتنا ونکړه.

د پولېسو رپوټ وايي چې برېد کوونکي د پولېسو له درېشى لاندى ېوداسى واسکټ اغوستى و چې له چاودونکېو موادونه ډک و.

XS
SM
MD
LG