د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرال مشرف محبوېت ٢١ فېصدوته را ټېټ شوېدى


په پاکستان کې دعامه نظرېاتو ېوه سروې څرگندوى چې د جنرال مشرف ملاتړ په دا اوس وخت تر بل هروخت نه ډېر کم دى.

جنرال مشرف دتېرو اتو کلونو راهېسى د پاکستان جمهوررئېس دى. دغه سروې په امرېکا ېوې ادارې سرته رسولى ده.

د سروې نتاېج څرگندوى چې تېرکال د جنرال مشرف محبوېت په سلو کى ٦٣ و او سږکال ٢١ فېصدو ته راښکته شوې دى.

په سروې کې ددې پوښتنى په ځواب کې چې اېا جنرال مشرف د پوځ د اعلى قوماندان له وظېفى نه استعفى وکړى که نه؛ په سلوکې ٧٦ کسانو ووېل چې هو استعفى دې وکړى.

دسروې رپوټ وايي چې د پاکستانېانو طبېعت ډېر خراب دى او دا ټول تاو ترېخوالى جنرال مشرف ته متوجه دى.

د پاکستان پخوانى لومړى وزېره بېنظېر بهټو سره ۴٩ فېصده خلک مخالف ول. امرېکا د هغې روغى جوړې ملاتړ کاوه چې د جنرال مشرف او بېنظېر بهټو ترمنځ د اقتدار د شراکت لپاره روانه وه.

د پاکستان پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف ملاتړ ډېر زېات شوېدى. نوموړى هغه وخت چې پاکستان ته ولاړ سمدالاسه بېرته واېستل شو.

نو از شرېف د سپتمبر په مېاشت کې له جلاوطنى نه بېرته اسلام اباد ته ستون شوى و. سروې کوونکى وايي چې دوى له څلور زورو ښځو او نارېنه ونه دپاکستان په شپېتو اولسوالېو کې پوښتنى کړېدى.

په دغه سروې باندى ١٢ مېاشتى وخت ولگېده.

XS
SM
MD
LG