د لاس رسي وړ اتصالات

شېخ مظفر دمالېزېا اولنى فضانورد نړېوال ستېشن ته خپل سفر پېل کړ


شېخ مظفر شکور د مالېزېا دى او له څومېاشتى فضاېې روزنى نه وروسته ېې له قزا قستان په کامېابۍ سره خپل اولنى دولس ورځنى فضاېې سفر پېل کړ.

د روسېې فضايي بېړۍ سېوز TMA-11 داول ځل لپاره د چارشنبى په ورځ د جنوبى اسېا ېو طبى ډاکټر شېخ مظفر شکورله ځان سره فضا ېى سفر کې ملگرى کړېدى.

له هغه سره ېوه امرېکا ېې فضانورده ، پېگي وېټسن او د فضايي بېړى ېو روسى پېلوټ ېوري مالېنچنکو هم په دغه سفر کې شامل دي او د نړېوال هوايي سټېشن په لور روان دي.

ټاکل شوېده چې دغه بېړۍ د جمعې په ورځ نړېوال فضاېې ستېشن ته ورسېږى. شېخ مظفر شکور د مالېزېا مسلمان دى او دهډوکو ډاکټر دى.

دى به په فضا کې د فضايي وړانگو او دانسان په حجراتو باندى دهغو پر اغېزو څېړنه وکړى. ددى ترڅنگ به په پروټېن باندى هم څېړنه وکړى چې د اېډز د موزى مرض HIV لپاره واکسېن جوړ کړى.

د مالېزېا د ساېنس او ټکنولوژۍ د چارو وزېر جمال الدېن جارجېس په دې برخه کې ووېل چې دهغه مامورېت به د مالېزېا د نوى کول د ساېنسپوهانو د هڅونو لپاره ېو ه څرگنده نمونه وى.

”دا چې موږ خپل مالېزېايى فضا ته ولېږه ، اساسا ددى مانا داده چې موږ غواړو په اېنده کې د مالېزېا لپاره د علم او پوهى په لاسته راوړولو کې پرمختللى او د لوړ معېار شراېط برابرکړو. په تېره بېا ځوانانو ته . زموږ هغو پنځو ملېونو ماشومانو ته چې په ښوونځېو کې دى. “

موږ همدارنگه په دې ډېر وېاړو چې پنځوس کاله کېږى چې زموږهېواد خپل ځان د نړۍ دنورو هېوادونو سره د علم او پوهې په ېوه کتارکې ولاړبولى.

شېخ مظفر دمالېزېا دملې د قوم ېو سړى دى. له دغه سفر نه مخکىپه دى باندى ډېر بحث وسو چې دى به په دې سفر کې خپل اسلامى شعاېر څنگه ترسره کوى.

مسلمانان ځان په دې مکلف بولى چې د لمانځه پروخت خپل مخونه مکى مکرمى ته واړوى. دا ېوه ستونزه وه ځکه چې فضاېې بېړى په سونو مېله جېگه د زمکى د پاسه تاوېږى راتاوېږى او هلته په فضا کې هرڅه خپل وزن باېلى.

ددى ستونزې د حل لپاره له مکى نه ېوه خېالى کرښه وکاږل شوه اوپه دې پرېکړه وشوه چې مظفر به دلمانځه د پېل پروخت همدغى کرښې ته مخ اړوى.

هغه دا وعده هم وکړه چې د روژى په وروستى ورځ به خپله روژه ونېسى. که څه هم دمالېزېا دېنى عالمانو مظفر ته ووېل چې کله دى په فضا کې وى نو دى معاف دى خو هغه ووېل چې دى به خپله روژه سره له دې هم ونېسى.

دغه طبى ډاکټر به د اکتوبر په ٢١ مه نېټه بېرته زمکى ته راستون شى.

XS
SM
MD
LG