د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا متقاعد جنرال په عراق کې د بوش سټراټیجی ناامیده کونکی وبلله


په عراق کې د امریکا او د ائتلاف دقواو پخوانی قوماندان د امریکا دحکومت دجنگ په سټراټیجی باندی انتقاد وکړ او وائې،داوسنی وضع پای په نظرنه راځی.

متقاعد تورن جنرال ریکارډو سانچیز پرون د جمعی په ورځ وویل، د دیرشو زرو د اضافی عسکرو دلیږلو په شمول اوسنی سټراټیجی ناامیده کونکی ده او د جنگ واقعیت په نظرکې ندی نیول شوی.

متقاعد جنرال د جنگ لومړی پلان د نقص نه ډک وباله او په غیر واقعبینانه توگه ورته خوشبینی څرگند یدله.

د امریکا حکومت پدی باره کې دومره عکس العمل ونه ښود چې دجنرال سانچیز هغه خدمتونه ئې ستائلی دی چې هیواد ته ئې کړیدی.

سپینی ماڼۍ ومنله چې ډیر کارته ضرورت دی مگر وائې، پرمختگ شویدی. جنرال سانچیز وائې، حکومت باید نظامی قوماندانانو ته زیات قدرت ورکړی وی او ټولې حکومتې ادارې ئې باید ښې څارلی وی.

هغه د خپل ځان په شمول په نظامی مشرانو باندی انتقاد وکړ چې د تیری تاثیر ئې نه و درک کړی چې په عراقی ټولنه باندی به څه وی.

XS
SM
MD
LG