د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظېر بهټو


د دې اسره شته چې بېنظېر له جنرال مشرف سره په حکومت کې شرېکه شى. د پاکستان پخوانى او جلاوطنه لومړۍ وزېره بېنظېر بهټو دېته چمتوده چې د اکتوبر د مېاشتى په اتلسمه نېټه خپل هېوادته راستنه شى. هغه دېته پامته داره ده چې دېوې موافقې پر بنا به له جنرال پروېز مشرف سره په حکومت کې برخه واخلى.

د امرېکا غږ خبرېاله ملېنډه سمېت د بنېظېر د ژوند په باب داسې لېکي:

بېنظېر بهټو دخپل ژوند زېاتره برخه له خپل هېواد نه د باندې تېره کړېده. هغه له ١٩٩٩ مېلادى کال نه راپه د ېخوا د دوېم ځل لپاره دېته مجبوره کړى شوه چې په جلا وطنى کې ژوند وکړى.

د امرېکا غږ خبرېال گاري تهامس له مېرمن بهټو سره د اول ځل لپاره لس کاله پخواملاقات وکړ. تهامس وايي دهغې ژوند هغه وخت بدل سو چې په ١٩٧٧ مېلادى کال کې د هغې پلار له قدرت نه وغورځول سو او دوه کاله وروسته اعدام سو. گاري تهامس وايي دهغې پلار د پاکستان نظامى حکمدار ضېا الحق بندى کړ.

هغه په پاکستان کې قدرت تر لاسه کړ او دهغې پلارې ېې په دار وځړاوه. بېنظېر پخپله هم ېوه څه موده په زندان کې وه او وروسته بېا په کور کې نظر بند وه.

دغو پېښو په دهغې په نظرېاتو باندې د دېموکراسى او ېقېنا د نظامى حاکمانو په برخه کې ډېره ژوره اغېزه وکړه.

د هغې نظرېات دغربى د ېموکراسى په برخه کې ېقېنا دهغې له شخصى نظرېې سره په دې مفهوم باندى گډ دي چې گوندې ېوازې دا دېموکراسى عملى کولى شى.

مېرمن بهټو شل کاله مخکى ددې لپاره پاکستان ته ورستنه شوې وه چې ددېموکراسى دېو طرفدار غورځنگ مشرتوب وکړى.

په ١٩٨٨ مېلادى کال کې هغه اولنى ښځه وه چې په ېوه اسلامى هېواد کې لومړۍ وزېره شوه.

لېسا کرټېس د Heritage Foundation ېوه څېړونکې وايي مېرمن بهټو په دې باندى پوهېږى چې دهغې پلوېان زېاتره په بې وزلو او منځکورو پاکستانېانو کې دي.

لېسا وايي: 'زه فکر کوم چې بېنظېر د خپول خلکو په باب او خپل هېواد په باب او هغه ستونزې چې هلته موجودې دى معلومات لرى. پکارده چې هغه دامعلوما ت ولرى که غواړى چې دخلکو له خوانه انتخاب شى.'

کله چې مېرمن بهټو لومړۍ وزېره وه نو دهغې دمهمو کارونو په لېست کې د نېستى او فقر او روغتېايى ستونزو چاره کول په اول سر کې راتلل.

دهغې په باب داهم وېل شوېدى چې کلېوالو سېمو ته ېې برېښنا برابره کړه او ښوونځي ېې په ټول هېواد کې جوړ کړل.

خو پرهغې باندى داداري فساد تورونه ددې سبب شول چې په ١٩٩٠ مېلادى کال کې دهغې حکومت له منځه ولاړ شى.

لس کاله وروسته بېا هغه پاکستان ته ولاړه، بېا لومړۍ وزېره شوه او بېا پرې څه موده وروسته هماغه راز تورونه ولگول شول او په ١٩٩٦ مېلادى کال کې ېې حکومت د اداري فساد او رسوايۍ په سبب ړنگ شو.

د پاکستان اوسنى جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف تقرېبا لس کاله پخوا په ېوه کودېتا کې له نواز شرېف نه قدرت ونېو.

همدغه کار ددى سبب سو چې بېنظېر بهټو بېا جلاوطڼى ته اړشى. اوس هغه دا پلان لرى چې بېرته خپل هېواد ته وروسته له هغه نه ورستنه شى چې د پاکستان له جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف سره د قدرت د شراکت ېوې غېر ېقېنى موافقى ته ورسېدله. جنرال مشرف هغې ته عفوه اعلان کړېده.

د هغې پر خلاف د ادارې فساد ټول الزامونه لېرې کړى شوېدى.

XS
SM
MD
LG