د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه بینظیر بوتو له اتو کالو جلا وطنۍ نه وروسته بیرته خپل ملک ته راستنه شوې ده.
میرمن بوتو کله چی نن د پنجشنبې په ورځ د کراچي په هوایی میدان کی د الوتکي نه را ښکته شوه، سترگي یې د اوښکو ډکي شوې.
هوایی میدان ته د هغې هرکلي ته ډیر زیات خلک ورغلي وو او بیرغونه یې ورته رپول.
د پاکستان د پیپلز پارټۍ چارواکي وایی چی په سلهاو زره خلک د کراچي د ښار د مرکز نه تر هوایی میدان پوری په لیکو ولاړ وو او د هغې د راتگ انتظار یې کاوه.
ټاکل شوې چی دا به وروسته د پاکستان د مؤسس محمد علی جناح مقبرې ته لاړه شی او هلته به خلکو ته وینا وکړی. مقاماتو په کراچي کی چی د پاکستان تر ټولو غټ ښار دی په زرهاو پولیس او ملیشه عسکر اچولي دي چی امنیت وساتی.
اسلامي تند روانو د هغې د وژلو گواښونه کړي دي. مگر میرمن بوتو ددې گواښونو پروا نه ده کړې او ویلي یې دي چی هیڅ حقیقي مسلمان به په دې باندی حمله ونه کړی « ځکه چی اسلام په ښځو باندی حملې بندوي . »