د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس د اروپايي هېوادونه دېته هڅوي چې په افغانستان کې د امنېتى هلو ځلو په برخه کې خپله ونډه نوره هم زېاته کړى


د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس د اروپايي اتحاد غړي هېوادونه دېته هڅوي چې په افغانستان کې د امنېتى هلوځلو په برخه کې خپله ونډه نوره هم زېاته کړى.

هغه نن په د ېوکرېن د کېف په ښار کې د جنوب ختېځى اسېا د دفاع وزېرانو په مجلس کې خبردارى ورکړ چې که د اروپايي اتحاد ډله د ترورېزم سره جگړه کې خپله ونډه زېاته نکړى او اروپا د امنېت په راوستلو کې خپله همکارى زېاته نکړى نو بالاخره د دوى د بې تفاوته پاتى کېدو خطر منځته راځى.

ښاغلي گېټس داروپا د دفاعى همکارى د ډلې دا پرېکړه وستاېله چې په کابل کې ېو کوچنى مرکزى د فترا پرانېزي.

گېټس هغوى دېته وهڅول چې د افغانستان د پوځ په بېا جوړونه کې ډېره مرسته وکړى. ښاغلى گېټس دا خبرى په هغه سفر کې وکړې چې د پنځو ورځو لپاره ېې اروپا ته کړېدى او په دې لړکې ېې په شمالى عراق کې د ترکېې او کردانو د مسلى په شخړه باندى هم خبرى پکى شاملى کړېدى.

د ېوکراېن د کېف په ښار کې دنن ورځى له خبرو اترو نه وروسته ښاغلى گېټس پراگ ته ددى لپاره ځى چې د چېک په جمهورېت کې دهغه هېواد له چارواکېو سره د توغندېو ضد رادار د لگولو په برخه کې خبرى وکړى.

XS
SM
MD
LG