د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدر اعظم د هغو رسواییو د څیړلو امر ورکړی چی د ملک د دفاع وزارت حیثیت ته یی تاوان رسولی دی


د جاپان صدراعظم یاسو فوکودا د هغو رسواییو د څیړلو امر ورکړی چی د ملک د دفاع وزارت حیثیت ته یی تاوان رسولی دی. د جاپان د دفاع وزارت شیگیرواشیدانن په یوه خبری کنفرانس کی خبریالانو ته وویل چی ښاغلی فوکودا د د سره په یوه غونډه کی د دی خبری د تحقیق غوښتنه وکړه.

په دی غونډه کی ښاغلی فوکودا وویل چی دغه رسوایی ډیر افسوس ناکی دی او هغو کسانو ته چی په دی کی لتاړ ؤ د سزا ورکولو غوښتنه یی وکړه.

ده زیاته کړه، داسی ښکاری چی په جاپان کی دا ستونزی چی په حکومت باندی د خلکو اعتبار خاموی هیڅ پای نلری.

دغه وزارت په دی وروستیو وختونو کی له دی کبله تر فشار لاندی راغلی چی په افغانستان کی یی د امریکایی قواوو ته د تیلو ورکولو مقدار کم ښودلی و.

د پارلمان خاصی پریکړی چی جاپان ته اجازه ورکوی چی په افغانستان کی د امریکا د قواوو ملاتړ وکړی د نومبر د میاشتی په لومړی نیټه پای ته رسیږی.

د جاپان په پارلمان کی نن د جاپانی قواوو د خدمت د دوری په تمدید باندی بحث پیل شو.

XS
SM
MD
LG