د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٧١ د اکټوبر پر پنځه ویشتمه په ملگرو ملتونو کې څه پېښ شول؟


د کال ١٩٧١ د اکټوبر پر پنځه ویشتمه په ملگرو ملتونو کی د امریکا استازي یو ناڅاپه خپله هغه د کلونو کلونو پالیسی چی ویل یې په تایوان کی به چین نېشنلیسټ حکومت په رسمیت پېژني او د چین د خلکو جمهوریت به نه پېژنی بدله کړه او د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کی یې د چین د خلکو د جمهوریت د غړیتوب په گټه رایه ورکړه.

د امریکا خلکو ډېر اعتراضونه وکړل خو تایوان له ملگرو ملتونو څخه وایستل سو. د امریکا د پالیسی د دې ناڅاپی تغیر علت څرگند و.

متحده ایالاتو ته د چین د خلکو له جمهوریت سره اړېکي د تایوان سره تر تاریخی تعهد ډېرې مهمې وې. متحده ایالاتو د ویټنام د لانجې د حلولو لپاره د چین مرستی ته اړتیا درلوده، د شوروی اتحاد په مقابل کی یې د چین ډیپلوماټیک وزن ته ضرورت درلود او دغه راز یې غوښتل چی د چین بازارونو ته چی تازه یې وده کړې وه، لاره پیدا کړی.

دا هغه علتونه وو چی د چین سره یې د متحده ایالاتو علاقه زیاتوله او دا هغه موضوعات وو چی په کال ١٩٧٢ کی چین ته د جمهوریس ریچارډ نیکسن د سفر په وخت کی خبری ورباندی کېدلې.

دا د ارېانتېا خبره نه ده چی د دې ترڅنگ د تایوان سره د امریکا اړېکی سړې سولې. که څه هم چی امریکا بیا هم اعلان کاوه چی که پر تایوان باندی حمله وسي نو دفاع به ورڅخه وکړی.

XS
SM
MD
LG