د لاس رسي وړ اتصالات

یونسیف: په افغانستان کې شپږ ملیونه ماشومان ښوونځیو ته ځی مگر دا پرمختگ اوس له خطر سره مخامخ دی


د طالبانو په وخت کې یو ملیون ماشومان ښوونځیو ته تلل خو یونسیف واېی چې اوس شپږ ملیونه ماشومان ښوونځیو ته ځی. دا خو را ښه پرمختگ دی خو اوس له خطر سره مخامخ دی.

مارټن بل په برتانیه کې د یونسیف رئیس او ددغه راپور مولف دی. دی واېی چې د روان کال په شپږو میاشتو کې ۴۴ ښوونځی تړل شوی چې په یو شمیر ښوونځیو باندې حملې شوی او نورو متعلمینو او یا دهغوی په پلار او مور باندی فشار اچول دی چې خپل ماشومان ښوونځی ته ونه لیږی.

سره له دغو مشکلاتو او خطرونو سره افغانان غواړی چې ماشومان ېی تعلیم وکړی او دا کار باید دوام وکړی.

بل واېی: هلته په هرات کې په یوه ښوونځی کې چې ترړلې په یوه کملا کې ده د خلکو له خوا یو ښوونځی پرانستل شوی دی. سره له دومره مشلکاتو بیا هم دغه ښوونځی پرانیستلی دی. د دغه ښوونځی معلمانو ته معاش نه ورکل کیږی او کتابونه هم کم دي.

په افغانستان کې داسې وضع ده چې ټولې مرستی چې له اویا هیوادونو نه راځی د ښوونځیو په ټولگیو کې لیدل کیږی.‏‎ یونسیف واېی هغه سروی چې د جان هاپکنز په پوهنتون کې شوې ویل شوې چې د ماشومانو مرگو میر په زرو کې له ٢٦٠ نه ١٩١کسانو ته ر ا ښکته شوې ده.

سره له هغه چې په افغانستان کې جنگ روان دی په زرگونه صحی کار کارکونکی په ټول هیواد کې مسافرت کوی او په زرگونه ماشومان د پولیو یا د ماشومانو د فلج په ضد واکسین کوی.

په افغانستان کې د یوسیف نماینده کترین مبینگو واېی چې دغه پرمختگونه د بحران په وخت کې شوی نه د سولې په وخت کې چې باید زیات کار شوی وی.

په داسې حال کې چې دایو ښه خبر دی دا واېی افغانستان په اجتماعی او اقتصادی برخه کې یات کار غواړی. دا واېی: ‎مونږ باید صحی بنسټی کارونه وکړو. که غواړی چې نجونی ښوونځیو ته جذب شی باید ښځینه معلمانی و روزل شی. مونږ باید د ښځونرسانی وروزو چې د ماشومانو غم وخوری. ددې وخت نه دی چې دافغانستان ماشومان او ښځې له یاده وباسو.

‎ یونسیف واېی افانستان یو لړ داسې زیات مشلکات لری چې باید غم ېی وخوړل شی.

دا واېی چې هیواد یو بی وزله دولت لری او باید کوشش وکړی چې د دنیا توجه ور واړوی. دا واېی ددې وخت نه دی چې مرسته کونکی ملکو د افغانستان ماشومان، ښځې او نارینه له یاده وباسی .

XS
SM
MD
LG