د عراق چارواکى وايي ېوه ځان وژونکى د بقوبه د پولېسوپه سرمامورېت کې چې د بغداد په شمال کې پروت دى ځان په بم والوزاوه او لږ ترلږه ٢٧ کسان ېې له ځان سره ووژل.
ځان وژونکى په باېسېکل باندى سپور و. بم چوونکي نن د دوشنبى په ورځ سهار هغه وخت چاودنه وکړه چې د پولېسو په وظېفه کې نوي کسان د روزنى لپاره را ټول شوي ول.
په همدغه چاودنه کې ٢٠ نور کسان زخمېان شول.
بقوبه دعراق د دېاله اېالت مرکز دى. په دغه اېالت کې سنى قبېلوى عربانو او سر تېرو له امرېکا سره لاس ېو کړېدى چې د القاعده خلاف جگړه وکړى.
د دېاله په اېالت کې د تېرې ېکشنبى په ورځ لس قبېلوى مشران وروسته له هغه نه برمته شول چې د حکومت له چارواکېو سره ېې ملاقات وکړ.