د لاس رسي وړ اتصالات

کلېوال د ارغنداب له اولسوالى نه چې جگړې پکى دوام لرى په تېښته روان دي


د ارغنداب د اولسوالى له کلېو او کورونونه کلېوال په دې سبب په تېښته روان دى چې افغان او ناټو قواوې له طالبانو سره ددغى او لسوالى د کنترول لپاره په جگړه بوختى دى.

د کندهار والاېت د امنېه قوماندان سېد اغا ثاقب وايي ملکي خلک ددى لپاره دارغنداب له اولسوالى نه تښتى چې طالبان دهغوى په کورونو قبضه کوى.

هغه ووېل چې په درې ورځنى جگړه کې لږ تر لږه پنځوس طالبان وژل شوى او ٢٥ نور زخمى سوېدى.

رپوټ دا هم وايي چې درى افغان پولېسان او ېوافغان عسکر په دغو جگړوکې وژل شوېدى. ځايي چارواکي وايي نظامى عملېات له هغه نه وروسته پېل شول چې طالبانو په سېمه کې د پولېسو څو پوستى په دغه سېمه کې ونېولى.

دغه کاروروسته له هغه نه وشو چې دحکومت ېو طرفدار ملا نقېب الله په همدغه سېمه کې مړ شو.

دغه ملا وکولى شول چې طالبان له دغى سېمى نه لېرى وساتى.

XS
SM
MD
LG