د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو په صوبه سرحد کی نیول شوي حکومتي عسکر ژورنالیستانو ته وښودل


اسلامي یاغیانو د پاکستان په صوبه سرحد کی ۴٨ کسه د ژورنالیستانو مخي ته تیر کړل او ویې ویل چی هغوی حکومتي عسکر دي چی په سوات کی د جگړې په وخت دوی ته تسلیم شوي دي.

یاغیانو چی مولونه یې وهلي وو نن د ‏(‎ چارابا غ‏)‎ ښارگوټي ته د ژورنالیستانو بدرگه وکړه چی دغه نیول شوي عسکر وگوری.

یاغیانو دغه راز د تلویزیون کارکونکو ته هم اجازه ورکړه چی د بندیانو سره مرکې وکړی. بندیانو عسکري جامې نه وې اغوستي او دا هم نه شوه معلومه چی هغوی څوک وو.

د پاکستان محلي مامورینو پرون ویلي وو چی یو عسکر لا یاغیانو ته نه دی تسلیم شوی او نه یاغیانو کوم عسکر نیولی دی.

مامورینو دا هم ویلي وو چی په وروستۍ جگړه کی ٧٠ یاغیان وژل شوي دی. او دا جگړه هغه وخت شروع سوه چی یاغیانو په یوې نظامي پوستې باندی حمله وکړه.

په زرهاو خلک د سوات ددرې نه ددې جگړو له لاسه تښتی .

XS
SM
MD
LG