د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان دحکومت مخالف گوندونو هغه سرپرست حکومت ردکړ چې مشرف انتخاب کړیدی


دپاکستان دحکومت مخالفو گوندونو هغه سرپرست حکومت ردکړچې نن دجمعی په ورځ انتخاب کړی شوچې دپارلمانی انتخاباتو څارنه وکړی چې جمهوررئیس مشرف وعده کړیده چې دجنوری دمیاشتی په نهمه به وشی . مخالف گوندونه وائې، دمحمد میا سومرو په مشری سرپرست حکومت به بی طرفه نوی ځکه چې مهمی څوکې دښاغلې مشرف پلویانوته ورکړل شویدی. پخوانې صدراعظمې بینظیر بهتو هم دغه سرپرست حکومت ردکړیدی او وویل، دغه انتخابات داضطراری حالت په وخت کې چې جنرال مشرف اعلان کړیدی ، آزاد اوعادلانه نوی . میرمن بهتو مخکې لدی نه چې نوی حکومت انتخاب شی ، په کورکې له نظربندی نه خوشی شوه . میرمن بهتو په لارهورکې دخبرو په ترڅ کې بیا له جنرال مشرف نه وغوښتل چې استعفئ دی وکړی او وویل، دهغې دپاکستان دپیلیز پارټی به دهغه چاسره خبری ونکی چې دی ډیکټاټوران وبلل . توقع ده چې دامریکا دبهرنیو چارو دوزیری مرستیال جان نیگروپونتی به دشنبی په ورځ په اسلام اباد کې دپاکستان دلوړرتبه مامورانوسره خبری وکړی . توقع ده چې دی به داضطراری حالت په باره کې دامریکا اندیښنه ورته څرگنده کړی .

XS
SM
MD
LG