د لاس رسي وړ اتصالات

په شمال لویدیځ پاکستان کې په فرقه ئې نښتو کې  دیر ش تنه وژل شویدی


پاکستانی ماموران وائې، په شمال لوید یځ پاکستان کې دسنیانواوشعیه گانوترمنځ په فرقه ئې نښتو کې لږترلږه دیرش تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نور زخمیان شویدی . مامورانو نن دشنبی په ورځ وویل، دغه نښته پرون دجمعی په ورځ هغه وخت ونښته چې نامعلومو وسله والو کسانو په پړه چینار کې ډزی وکړی . پړه چینار دکرمی دسیمی چې دافغانستان سرحد ته نژدی پرته ده مرکزدی . ماموران وائې، دغه وسله وال کسان په یوباندی دټوپکواو نورو وسلو ډزی کوی. مقاماتو په دغه سیمه کې دنامعلوم وخت لپاره په گرځیدو راگرځیدوباندی بندیزلگولی دی . دپاکستان نظامی مقامات وائې، عسکرئې ددی لپاره تیاری نیسی چې دشمال لویدیځ دسوات په ناوه کې پراخه عملیات پیل کړی څو دغه سیمه له افراطیانونه پاکه کړی چې دافغانستان سره دسرحدی سیمونه ورته راغلی دی . دعملیاتو مشر تورن جنرال احمد شجع پاشا نن دشنبی په ورځ دپوځ په مرکز راولپینډې کې خبریالانوته وویل، دسرسختو خارجی جنگیالیانو په شمول په سلگونو په وسلوسمبال افراطیان له گاونډې وزیرستان او افغانستان نه دافراطی مولانا فضل اله دمرستی لپاره دغې سیمی ته ورغلی دی . دغه جنرال وویل، دپولیسو عملیاتو په سیمه کې ددغو افراطیانو مخه ونه نیوله او دی هیله لری چې دبلی میاشتی تراخره پوری به دغه سیمه دافراطیانو نه پاکه او دسیلانیانو لپاره تیاره وی . پرون دجمعی په ورځ پوځیانو وویل، په وروستیو نښتو کې چې دهفتی په سر کې پیل شوی څه دپاسه سل تنه افراطیان ووژل شول .

XS
SM
MD
LG