د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په ېوه محکمه کې د ننه د موټر بم چاودنه وشوه


د عراق امنېتی ماموران واېې چه نن د الا نبار ولاېت په مرکز رمادی کې په ېوه محکمه کې دننه ېو موټر بم خلاص شو.

تقرېبا څلور کسان ېې وژل او څو کسان ېې زخمېان کړل. پولېس واېې چه امنېتی محافظېنو د موټر په چلوونکي باندی ډزې وکړی خو بېا هم هغه وکولی شول، خپل موټر د محکمې ودانئ ته ورسوی او خپل بم خلاص کړی.

په الا نبار کې فعلا د موټر بمونو چاودنی کمې شوی دی او وجه ېې داده چه ددغه ولاېت د اهل سنت قبېلوی مشران اوس په عراق کې د القاعدې په خلاف د امرېکاېې قاوا سره ملگری شوی دي.

البنار ېو وخت د سنی چرېکانو د فعالېت ېو ستر مرکز بلل کېده.

له بلی خوا، نن د انگلستان دفاع وزارت اعلان وکړ چه د سه شنبې په ورځ بغداد ته نږدی ېې د ېوه هلېکوپټر په رالوېدلو کې دوه عسکر مړه او دولس نور زخمېان شوی دی.

د امرېکا پوځ پرون ددغه هلېکوپتر د رالوځدلو په باب راپور ورکړ مگر دا خبره ېې نه وه کړی چه اېا څوک په مړه شوی ؤ او که نه.

XS
SM
MD
LG