د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور رئېس وايى طالبان له حکومت سره رابط ټېنگوي


د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزى وايي د طالبانو مشران له حکومت سره ددې لپاره رابطه ټېنگوى چې د سولى د راوستلو لپاره په هلو ځلو کې برخه واخلى.

د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزى نن ووېل چې ېوازې په دې اونى کې لږ تر لږه پنځه ځلى په پاکستان کې د طالبانو له هغو مهمو مشرانو سره رابطه ټېنگه سوېده چې غواړى بېرته افغانستان ته راسى.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى نن په کابل کې داخبرى له هغه مجلس نه وروسته وکړى چې د ناټو له عمومى منشى ېاپ دېهاپ شېفر سر ه ېې وکړ.

د افغانستان جمهور رئېس وايي چې دا اړېکى او رابطى دطالبانو له هغو اشخاصو سره دي چې په افغانستان او پاکستان کې دى.

دا کسان د طآلبانو له مرکزى تنظېم سره ندى چې د طآلبانو د ټول تنظېم نماېندگى کوى.

ښاغلى کرزى ووېل حکومت دېته لېوال دى چې د طالبانو له هغو غړېو سره چې دالقاعده اونورو ترهگرو ډلو سره تړاو نلرى په گډه کار وکړى.

XS
SM
MD
LG