د لاس رسي وړ اتصالات

دځانمرگی په حمله کې دښونځی زده کونکی او دایټالې عسکر وژل شویدی


افغان ماموران وائې، کله چې نن دشنبی په ورځ یو ځانمرگی دایټالې یوډله عسکروته نژدی چې یو پول ئې جوړاوه ځان په بم والوزاوه چې یوشمیر کسان ئې ووژل او په دغو وژل شوو کسانو کې دښونځی زده کونکی هم دی.

مقامات وائې، په دغه چاودنه کې چې نن دشنبی په ورځ دکابل له ښارنه بهروشوه، اوه تنه ووژل شول او نهه تنه نور زخمیان شول . په زخمیانو کې دایټالې دری عسکر هم شته دی او دایټالې پوځیان وائې، په مړو کې دایټالې یوعسکر هم دی .

عینی شاهدان وائې، په هغه گڼه گوڼه کې ماشومان هم وو چې دایټالی دعسکرو تماشه ئې کوله چې پول ئې جوړاوه .

په روان کال کې په افغانستان کې ١٣٠ ځانمرگی حملی شویدی او څه دپاسه شپږزره کسان دیاغیانو پوری په مربوط تاوتریخوالی وژل شویدی .

پرون دجمعی په ورځ دافغانستان په جنوب کې دیاغی طالبانوسره په جگره کې داسټرالیا یوعسکر وژل شوی و.

اسټرالیائې ماموران وائې، دغه ٢٦ کلن عسکر دناټو په مشری دبین المللی امنیت دمرستې دقوا یا ایساف غړی و. ددغو عملیاتو هدف دارزگان په ولایت کې هغه یاغی طالبان وو چې بمونه ئې جوړول .

دا داسټرالیا دریم عسکر دی چې پدی وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې وژل کیږی .

XS
SM
MD
LG