د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دیش سمندری طوفان او د امریکا مرستی


بنگله دیش کی چارواکی وایی چی د امریکا د سمندری قواو د مرستو کسان هم د دوی کومک ته رسیدلی، ترڅو د وروستی سمندری طوفان ځپل شوو کسانو سره مرستی وکړی.

د امریکا د هیلی کاپټری او یو ه سی ١٣٠ ډوله ترانسپورتی طیاره هم د خوړو او اوبو سره د بنگله دیش جنوبی سا‏‏حل ته رسیدلی چی د طوفان نه بچ پاتی شوو زرهاو خلکو ته مرستی ورسوی.

د امریکا یو نظامی طبی هیت هم ځپل شو سیمو ته رسیدلی او بله بحری بیړئ هم ور روانه ده.

د بنگله دیش په دی سمندری طوفان کی چی یولس ورځی پخوا راغلی و د دری نیمو زرو نه زیات کسان پکی وژل شوی وو، او دوه میلونو نه زیات پکی بی کوره شوی وو

XS
SM
MD
LG