د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان جمهوررئیس دبن لادن پیغام دخندا نه ډک پیغام بللی دی


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دالقاعدی دمشراسامه بن لادن پیغام دخندا ډک پیغام بللی دی چې داروپائې ملکونونه پکې غوښتل شویدی چې په افغانستان کې دامریکاپه مشری ماموریت سره خپل ملاتړ پای ته ورسوی . ښاغلې کرزی په هغه وینا کې چې دجمهوری ریاست ددفترله خوا نه خپره شویده، وویل، دبن لادن تبصره داسلامی کولتور او بشری ارزښتونو په خلاف ده . په بیانیه کې داهم راغلې دی چې تروریزم دغه هیواد وځاپه علت ئې بن لادن دی او دزرگونو بی گناه افغانانو دوژلو ملامتی دالقاعدی په مشر اچول شویده . دپنجشنبی په ورځ ددغه پیغام ځینی برخی داالجزیری تلویزنی شبکی خپری کړی وی چې ویل کیږی دبن لادن اواز دی . په دغه پیغام کې بن لادن وائې،په امریکا باندی دیودپاسه ددوه زرم کال دسیپټمبر دیولسمی نیټی دترورستی حملو مسؤل دی اوافغانان ددغو حملو سره هیڅ ارتباط نلری . هغه په اروپائې ملکونو باندی غږ وکړ چې دواشنگټن او دمتحدینو په خلاف ئې ودریږی چې دافراطیانو په خلاف جنگیږی او په افغانستان کې دبیاودانولو دپروژو څارنه کوی .

XS
SM
MD
LG