د لاس رسي وړ اتصالات

افغانی چارواکیو د هالند پریکړه ستایلی


افغانی چارواکیو د هالند د ملک دا پریکړه ستایلی چی په افغانستان کی خپلی قواوی ونه باسی ،خو افغانی چارواکیو زیاته کړه چی نړیواله ټولنه د کورنیو قواوو د مجهز کولو لپاره زیاته هڅه وکړی. د افغانستان د ملی دفاع د وزارت چارواکو نن وویل چی د هالند د قواوو د مودی اوږدوالی یو مثبت گام دی. خو دوی زیاته کړه چی په افغانستان کی د اوږدی مودی د امنیت د تامین لپاره د افغانی قواوو د زیاتی روزنی ضرورت حتمی دی. د هالند حکومت د جمعی په ورځ اعلان وکړ چی خپلی قواووی به تر ٢٠١٠ کال پوری پریږدی.د هالند قواووی د ناتو په قواوو کی برخه لری. د هالند څه نا څه ١٧ سوه عسکر د ارزگان ولایت ته استول شوی.

XS
SM
MD
LG