د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ښونی او روزنی وزیر استعفی کړی ده


د ایران د ښونی او روزنی وزیر استعفی کړی او دا وروستى کس دى چې د نوی کال د انتخاباتو نه مخکې دا د جمهور ریس محمود احمدی نژاد د کابینی نه اسعفی کوی.

د ایران دولتی آژانس نن وویل چی محمود فرشېدى خپله استعفی جمهور ریس ته وړاندی کړی خو د هغی دعلت په هکله څه راپور نه دی ورکړل شوی.

د ښاغلی فرشیدی خلاف د مارچ په میاشت کی د ایرانی ښوونکو له خواه زېاتى مظاهرې وشوې. هغوى د خپلو معاشونوو د زیاتوالی او ښو شراېطو غوښتنه کوله.

که څه هم چی پارلمان د می په میاشت کی غوښتل چی ښاغلی فرشیدی له دی امله چی د ښونکوو مشکلات او نوری تعلیمی ستونزی یی نه دی حل کړی برطرفه کړی.

جمهور ریس احمدی نژاد په دی وروستیو میاشتو کی د تیلو او صنعت وزیر برطرفه کړ او همدا شان د ایران د مرکزی بانک نوی ریس یی وټاکه.

د جمهور ریس مخالفین له دی امله انتقادونه کوی چی دی غواړى مهمی پریکړی د خپلو وفادارو په ډله کې متمرکزې کړي.

د ایران مخالفی ډلی هیله لری چی د احمدی نژاد د انډیوالانو پر خلاف د راتلونکی کال د مارچ د میاشتی په انتخاباتو کی ودریږی.

XS
SM
MD
LG