د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگه دیش  د مرستی رسولو  برمته شوی کارکونکی  خوشی شوی دی


د بنگله دیش د مرستی رسولو اداری وویل د دوی یو کارکونکی چی دری میاشتی مخکی په افغانستان کی برمته شوی ؤد برمته کونکو لخوا خوشی شوی دی. د بنگله دیش د کلیو د پراختیا مؤسسی وویل د دوی کارکونکی نور اسلام د تیری جمعی په ورځ خوشی شو او له روغتیایی معایناتو وروسته افغان مقاماتو دوی ته ورتسلیم کړی دی.

نوموړی مؤسسی وویل د دوی د اداری دا کارکونکی د کابل په جنوب کی د لوگر په ولایت کی د سپټمبر د میاشتی په پنځلسمه نیټه برمته شوی وچی د ده په هکله نوی معلومات نه و او د دی اداری یو بل کارکونکی عبدل علم د افغانستان د بدخشان په ولایت کی په یوه کلی کی د تیر سپټمبر په میاشت کی د یوه وسله وال سړی له خوا په ډزو کی ووژل شو.

د کمک رسولو دا مؤسسه په افغانستان کی له غریبو خلکو سره د روغتیا ، تعلیم او تربیی او زراعت په برخو کی مرستی کوی چی د افغانستان په څلورویشتو ولایاتو کی څانگی لری او په ټول افغانستان کی لږترلږه څلور زره دری سوه کارکونکی لری چی دوه سوه تنه یی د بنگله دیش تابعیت لری.

XS
SM
MD
LG