د لاس رسي وړ اتصالات

افغان اوناټو قواو ې د موسى کلا په لور مخ په وړاندې ځي


د ناټو له شپږ وزرو نه زېاتوقواو موسى کلا محاصره کړېده. دغه اولسوالى دهېلمند پشه ولاېت کې پرته ده. د افغانستان ددفاع وزارت وايي دغه قوه چې زېاتره برتانوېان او افغانان دى نن د ېکشنبى په ورځ دموسى کلا په لور پېشقدمى کوى او د طالبانو دوه معتبر قوماندانان ېې نېولى دى.

هغه ووېل چې دطآلبانو جنگېالى باېد خپله وسله پر زمکه کېږى که نه نود حملى سره به مخامخ سى.

دناټو نطاق تورن جنرال چارلز انتونى ووېل توقع ده چې دا عملېات څو ورځى وخت وونېسى. دغه نطآق ووېل چې ددىو مقصد دادى چې په دغه اولسوالى کې ملکى حکومت بېرته فعا ل کړى.

موسى کلا ېوازېنى ځاى چې دى د طالبانو تر ولکى لاندى دى. د طالبانو خبرې منابع وايي ددوی قواوو د موسې قلعه په مرکز کې سنگرونه نیولي دي او د عملیاتو لپاره اماده دي.

د افغانستان قواوې وايي ددوی ځمکني قواوې د جمعې په وروستیو وختو کې د عملیاتو په پیل کې ١٢ جنگیالي وژلي وو.

دوه ماشومان او یو بریتانوي عسکر د جنگونو په ترڅ کې وژل شوي دي. طالبانو د موسی قلعه ولسوالي په تیره فبرورۍ کې هغه وخت ونیوله چې کله بریتانوی قواوو د دغې ولسوالي واک د سیمې مشرانو ته پریښوده.

نن په کابل کې د بریتانیې ددفاع وزیر دس براون د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ سره هرات ته د تللو نه مخ کې وکتل.

XS
SM
MD
LG